ښرنه (پژواک، ١٩ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا په مرکز ښرنه کې د ٢٥ ميليونه افغانيو په لګښت د کرکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پيل شوې.
د پکتيکا والي الياس د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته وويل چې دغه لوبغالى د کرکټ بورد په مالي لګښت د يو کال په موده کې جوړېږي.
د وحدت په وينا، پر دغه لوبغالي ٢٥ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې په دغه ولايت کې د کرکټ په برخه کې يو لوى پرمختګ دى.
دغه راز په دې غونډه کې د کرکټ بورد استازي زاهد شرنوال وويل چې له دې مخکې په دغه ولايت کې د کرکټ لوبې لپاره مناسب ځاى شتون نه درلود.
هغه وايي: ((دلته ډېر ټيمونه دي چي غواړي معياري لوبه وکړي او څو ځلې د ميدان د جوړولو غوښتنه وکړه، نو ځکه موږ هم ورته د ميدان د جوړولو چارې نن پيل کړې.))
د شرنوال د معلوماتو له مخې، دغه لوبغالى په ٢٥ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې په يو وخت کې د ٣٠ زره نندارچيانو د ځايېدو وړتيا لري.
په پکتيا کې د کرکټ يوه لوبغاړي سيف الله حقمل پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د کرکټ لوبه ډېره ترسره کېږي خو مناسب لوبغالى ورته نشته دى.
هغه زياته کړه: ((د دې نوي ميدان پر جوړېدو سره موږ ډېر خوښ يو، دا ميدان به د استعدادونو په روزلو کې هم مهم رول ولري.))
د يادونې ده، شاوخوا نهه مياشتې وړاندې د کرکټ بورد چارواکو دغه ولايت ته سفر وکړ او د کرکټ د لوبغالي د جوړېدو ژمنه يې وکړه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP