خوست ښار (پژواک، ۲۰ ليندۍ ۹۶): د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار وايي چې د خوست پرونۍ غونـډې ته نږدې چاودنه کې کارول شوى ماين ايرانى ساخت و .
حکمتيار د ليندۍ په ٢٠مه، په خوست ښار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل، دښمن غوښتل چې پرونۍ غونډه اخلال کړي، خو ماين له غونډې لرې چاودنه کړې ده.
نوموړي زياه کړه: ((ما ته وويل شول چې پرونی بم د ايران ساخت و. ښايي امنيتي مسوولينو د بم ټوټې موندلې وي او يا يې نور شواهد تر لاسه کړي وي. ))
د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار چې تېره ورځ يې د خوست د فوټبال په لوبغالي کې يوې سترې غونډې ته خبرې کولې، له لوبغالي نه بهر د چاودنې غږ واورېدل شو، خو امنيتي کسانو ويل چې چاودنه د څرمنو په يوه هټۍ کې شوې ده.
حکمتيار همدارنګه وويل، ښايي په افغانستان کې د داعش په نوم وسله واله ډله هم له ايران سره تړاو ولري، ځکه افغانستان ته له عراق او سوريې څخه د داعش وسله والو راتګ يواځې د ايران له لارې ممکن دی.
ده زياته کړه، که د داعش وسله وال له عراق او سوريې څخه راځي، نو د ايران له لارې به راتېريږي او په دې سره ايران غواړي چې دلته د يادې ډلې په شتون سره خپلې ګټې خوندي کړي.
حکمتيار وايي: ((ايران په سوريې او عراق کې د افغانانو پر مټ د داعش له ډلې سره وجنګېد. اوس چې په سوريه کې داعش له منځه ځي؛ نو په افغانستان کې به د داعش پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي.))
نوموړي ياد خبري کنفرانس ته په خبرو کې يو ځل بيا له روان بحراني حالته د ژغورنې لپاره د ولسي جرګې او د ولسواليو د شوراګانو د ټاکنو په ترسره کولو ټينګار وکړ.
د هغه په وينا، يادې ټاکنې بايد له درغليو پاکې او رڼې وي او د هېواد ټول سياسي ګوندونه او قومونه په کې برخه واخلي، ځکه له دې سره پياوړی حکومت رامنځته کېدای شي.
نوموړي په يو شمېر ولايتونو کې د ټاکنو د حوزو کمول د نه منلو وړ وبلل او ويې ويل چې په دې سره د ټاکنو شفافيت نه شي تضمين کېدای.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP