Language

لوګر کې له بيوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه

پل علم (پژواک،۲۰ليندۍ۹۶):په لوګر له ١٢ سوه بيوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

د لوګر د کليو او پراختيا رييس عاشق الله اخلاص يار د يادې مرستې د وېش پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه مرستې په مرکز پل علم کې له بيوزولو کورنيو سره کيږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې مرستو کې د هرې کورنۍ لپاره سل کيلو اوړه، نهه کيلو غوړي، ١٠ کيلو دال او يوه اندازه مالګه په پام کې نيول شوې ده.

هغه زياته کړه: (( دغه خوراکي توکي د خوړو نړيوال پروګرام له لوري موږ ته راکړل شوي وو ترڅو مستحقو کسانو ته يې ورسوو.))

د پل علم اړوند د حصارک کلي اوسېدونکي صابر پژواک ته وويل چې د ده په ګډون په دې سيمه کې ډېرې بيوزله کورنۍ دي چې جدي مرستو ته اړتيا لري.

هغه وايي:((حکومت راسره يو څه مرسته وکړه ډېر ورته خوشحاله يم، ځکه تر يو وخته به مې ګوزاره پرې وشي، له هغه وروسته بيا نو الله ج مهربان دى.))

دغه راز د ساجدې په نوم يوې مېرمنې چې مرستې يې ترلاسه کړې وې، پژواک ته وويل: (( کونډه يم، واړه ماشومان مې دي،له ډېرو مشکلاتو سره مخ يم، نن راسره کمک وشو  ډېره خوشحاله يم.))

د يادونې ده چې شاوخوا يوه اوونۍ وړاندې هم په لوګر کې له زرو بيوزله کورنيو سره د خوراکي توکو مرستې شوې وې.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.