خوست ښار (پژواک، ٢٢ ليندۍ ۹۶): په خوست ولايت کې د منګلو او مقبلو قبیلو تر منځ د ځمکې او غره د ملکيت پر سر بيا وسله واله درنه جګړه شوې او دواړو غاړو ته په کې د مرګ ژوبلې اړولو راپورونه ورکړل شوي دي.
د دغو دوو قومونو تر منځ ياده وسله واله شخړه چې له درنو وسلو هم په کې کار اخيستل کېږي، د بيا ځل لپاره له تېرې ورځې راهيسې پيل شوې او لا هم په يوه او بل د توغنديو، راکټ او هاوان بريدونه دوام لري.
په خپله ولايتي چارواکو د يادې جګړې په اړه له رسنيو کوم معلومات نه دي شريک کړي، خو د سيمې اوسېدونکي د مرګ ژوبلې په اړه ضد او نقيض خبرونه ورکوي.
د منګلو يوه قومي مشر فلک خان د ليندۍ په ٢٢مه پژواک اژانس ته وويل چې د دوی لوري ته دوه کسان سرسري ټپيان شوي، خو د مقبلو خوا ته یې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه لرل.
د سيمې يوه اوسېدونکي جاوېد پژواک اژانس ته وويل چې د مقبلو لوري ته څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي خو په ځينو نورو راپورونو کې بيا د مقبلو لوري ته د ۸ کسانو د وژل کېدو ويل شوي دي.
ويل کېږي چې لا هم په سيمه کې جګړه روانه ده، خو په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا مطبوعاتي مسوول تورن عبدالله پژواک اژانس ته وويل چې سيمې ته امنيتي ځواکونه رسېدلي دي.
هغه زياته کړه چې د جګړې درولو مسووليت د ملي پوليسو پر غاړه دی، خو د ملي اردو ځواکونه له پوليسو سره د مرستې لپاره د نښتې ځای ته تللي، خو پر امنيتي ځواکونو هم ډزې کېږي.
د منګلو او مقبلو دا وسله واله شخړه د موسی خېلو او نادرشاه کوټ ولسواليو تر منځ د بازي په نوم د غره او ځمکې د ملکيت پر سر له ډېر پخوا راهيسې پيل شوې او لا يې هم د هواري لار نه ده موندل شوې.
د دې ستونزې د هواري لپاره څه موده وړاندې له کابل نه خوست ولايت ته ۸۳ کسيز پلاوی هم ورغلی و خو ظاهراً د مسئلې له حل پرته کابل ته ستون شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP