ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګلبهار پله نه جوړېدل کاپیسا کې د یوه مهم سړک د چارو بشپړېدو مخه نیولې

د ګلبهار پله نه جوړېدل کاپیسا کې د یوه مهم سړک د چارو بشپړېدو مخه نیولې

author avatar
13 Dec 2017 - 16:06
د ګلبهار پله نه جوړېدل کاپیسا کې د یوه مهم سړک د چارو بشپړېدو مخه نیولې
author avatar
13 Dec 2017 - 16:06

محمودراقي (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): په کاپيسا کې د درېيو ولايتونو نښلوونکى سړک چې ټاکل شوې وه په درېيو کلونو کې بشپړ شي، د ګلبهار پله نه جوړېدو له امله يې کارونه له اوو کلونو راهيسې په ټپه ولاړ دي.

د سړک اهميت

دغه ٢١ کيلومتره سړک د کاپیسا د مرکز محمودراقي له ګلدان سيمې څخه د پروان د جبل السراج له چوک سره وصلېږي، د هېواد شمال ته له ختیځه تلونکي لوی او واړه موټر په دغه سړک تګ او راتګ کوي.

د هېواد د ختیځو او شمالي ولایتو تر منځ یاد سړک ډېر مهم سړک دی او د یادو ولایتونو تر منځ د کابل پر تله لنډه لاره بلل کېدای شي.

خو د ګلبهار په بازار کې د ٣٠٠ متره اوږده پله نه جوړېدو له امله په دغه سړک د موټرو تګ راتګ ستونزمن دی؛ ځکه چې دغه پل په پخوانۍ بڼه د لرګیو او اوسپنو له زړو تختو جوړ دی او وخت ناوخت د لارې بندېدو لامل کېږي.

د سيمې اوسېدونکي

د کاپيسا اوسېدونکي او چاروکي وايي، ټاکل شوې وه چې د دغه سړک چارې په درېيو کلونو کې بشپړې شوې واى، خو د ګلبهار په سيمه کې د یاد پله نه جوړېدو له امله يې چارې لا نه دې بشپړې شوې.

د يادې لارې يو موټر چلوونکى شېر زمان وايي چې د ګلبهار پول د پخواني ولسمشر حامد کرزي په لومړيو کلونو کې جوړ شوى خو موټر پرې يو طرفه تګ راتګ کوي.

د ده په وينا، د دغه پول او سړک د نه جوړېدو له امله هر کال په ژمي کې ګڼې ترافيکي پېښې رامنځته کېږي او لسګونو هېوادوالو ته په کې مرګ ژوبله اوړي.

هغه زياته کړه: ((اوس د دغه پله ځينې برخې بېرته له منځه تللې دي او په ژمي کې د تګ پر مهال موټر چلوونکي د ويرې احساس کوي او ډېرى مهال له ترافيکي پېښو سره مخ کېږي.))

 هغه پژواک ته وويل، د پول نه جوړېدو له امله ډېرى مهال دلته د موټرو ګڼه ګوڼه زياته او په ساعتونو ساعتونو لاره بنده وي.

د کاپيسا د لومړي کوهستان ولسوالۍ يوه قومي مشر خیرالله پژواک اژانس ته وويل چې د سړک پر جوړوونکي شرکت د خلکو د اتو مياشتو پيسې هم پاتې دي.

نوموړي وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د پله او سړک جوړولو چارې ځنډېدلې او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کاپیسا د مدني ټولنې مخکنی مشر حاجي حشمت الله اسحاقزاده وايي چې دغه سړک نه يواځې د دغه ولايت، بلکې د ګاونډيو او ټولو شمالي ولايتونو لپاره ډېر ارزښت لري.

هغه وويل، له کله راهيسې چې د دغه سړک جوړولو چارې پيل شوې، نه يې سمه څارنه شوې او نه هم شرکت پر خپل وخت خپل کارونه بشپړ کړي دي.

اسحاقزاده وويل، څومره وخت چې د دغه سړک د جوړولو لپاره ټاکل شوى و، اوس ترې دوه برابره زيات وخت تېر شوى، خو لا هم سړک نه دى پرانيستل شو.

د ولايتي شورا او ولسي جرګې وکيلان

په ولسي جرګه کې د کاپیسا د خلکو استازی اقبال ساپی وايي، په لومړي ځل د هېوادوال شرکت له خوا د سړک چارې په سمه توګه پیل شوې، تر يوه بريده يې کار هم وکړ، خو وروسته يې کارونه همداسې پاتې شول.

هغه پژواک ته وويل: ((زموږ غوښتنه همدا وه چې کار باید بېرته پیل شي، خو د شرکت مسوولینو ویل چې وزارت يې د شوي کار پيسې نه ورکوي. په دې اړه مې له وزارت سره اړیکه ونیوه، د هغوی ادعا دا وه چې موږ لا شل فیصده اضافي پیسې هم ورکړې دي.))

د ساپي په وينا، کله چې نوى وزير راغى، له هغه سره يې دا موضوع شريکه کړه، معلومه شوه چې شرکت ملامت نه دى او وزارت پيسې ګرځولې دي.

نوموړي زياته کړه، شرکت د سړک کارونه خلاص کړي، خو د ګلبهار پله کارونه نيمګړي پاتې دي، نور سړک جوړ شوى دى.

د کاپيسا د ولایتي شورا رييس حسين سنجنی هم تاییدوي چې ياده پروژه په خپل وخت کې نه ده بشپړې شوې او شرکت له دوى سره په چارو کې مشورې هم نه دې کړې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دا چې دا پروژه په مرکز کې لاسليک شوې، نو دوى يې مسووليت او تحويلي نه اخلي.

دى زياتوي چې دغه ترانزيټي سړک دى، ډېر زيات ارزښت لري، خو په ګلبهار کې د پله نه جوړېدو له امله خلکو ته ډېرې ستونزې پيدا شوې دي.

دولتي چارواکي

د کاپیسا د لومړي کوهستان ولسوالۍ ولسوال عبدالفتاح شفيق د خلکو ستونزې او شکايتونه تاييدوي او وايي، که چېرې د دغه سړک د جوړېدو چارې پر ټاکلي وخت بشپړې شوې وای، نو په سيمه کې به د موټرو ګڼه ګوڼه کمه شوې وه او د خلکو ډېرې ستونزې به هوارې شوې واى.

هغه زياته کړه، د دغه سړک جوړېدل که له يوې خوا د سيمې اوسېدونکو ته ګټه رسوي، نو له بلې خوا د هېواد سوداګرو او موټر چلوونکو ته هم ډېرې اقتصادي ګټې رسوي.

دى وايي چې له شمال څخه راغلي موټر به د دغه سړک له لارې سروبي او بيا ختيځو ولايتونو او تورخم ته رسېدل.

ولسوال زياتوي: ((د دغه سړک له جوړوونکي هېوادوال شرکت سره په مرکز کابل کې ځينې سياسي معاملې وشوې چې د همدې له امله د دوی په کار کې ځنډ راغى.)) خو نوموړي په دې اړه نور معلومات ورنه کړل چې څه ډول معامله شوې ده.

شفيق پژواک اژانس ته وويل چې د دغه سړک د کارونو بشپړېدو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د ګلبهار پول دى چې کارونه يې نيمګړي پاتې دي.

د کاپیسا د فواید عامې رييس انجنير محمد ادريس ميرزاده بيا وايي، د ګلدان او جبل السراج د سړک قرارداد په اړوند وزارت کې لاسلیک شوی او دوی ته د شرکت له خوا د څارنې اجازه هم نه ده ورکړل شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل، ټوله ستونزه په شرکت او ډونر کې ليدل کېږي، کله چې د شرکت کارونه پیل شول، بيا يې په تخنیکي اسنادو کې ستونزه رامنځته شوه او د دې ستونزې هواري دوه کاله وخت ونیو؛ ځکه پر ټاکلي وخت پروژه بشپړه نه شوه.

د فوايد عامې رييس وايي، دا يوه ملي پروژه وه، د څارنې لپاره خپله شرکت انجنیران لري چې دلته په کاپیسا کې اوسېږي، هغوی يې چارې پر مخ وړي.

د هغه په وينا، د سړک لګښت ٢٦ ميليونه ډالره و چې د اسيايي بانک له خوا ورکول کېده، د تړون له مخې یې چې چارې په ١٣٨٩ لمريز کال کې پيل شوې وې، بايد په درېيو کلونو کې بشپړې شوې واى.

د فوايد عامې رييس بيا وايي چې دغه سړک ٢١ کيلومتره اوږودوالى او اووه متره سور لري.

دغه راز ميرزاده دا هم وويل چې د دغه سړک د چارو بشپړېدو پر وړاندې تر ټولو ستر خنډ د ګلبهار پول دى چې تر اوسه يې کارونه نيمګړي پاتې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغه شرکت په کارونو کې ستره ستونزه د سړک د ځمکې د استملاک او بله ستونزه یې په اسنادو کې وه چې له امله يې چارې ټکنۍ شوې.

دى وايي، اوس هېوادوال شرکت هڅه کوي چې د روان کال تر پايه پورې د ګلبهار پول جوړ او سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

د فوايد عامې رييس وويل، اړوند شرکت ته د وزارت له خوا ټولې پيسې ورکړل شوې، خو دا چې د دوى کارونه د وزارت له پلان سره سم نه دي پر مخ وړل شوي، نو وزارت بيا مداخله کړې ده.

په کاپیسا کې د هېوادوال شرکت د يادې پروژې مسوول انجنير نعمت الله پژواک اژانس ته وويل، کله چې دوی ته پروژه ورکړل شوه، هغه مهال نه د سړک سروې شوې وه او نه هم ځمکې استملاک شوې وې.

د نوموړي په وينا، د هماغه مهال د فواید عامې وزیر د دې لپاره چې خپله بوديجه مصرف کړي، په بېړه يې له د دوی سره قرداد وکړ.

هغه زياته کړه: “کله چې موږ سيمې ته راغلو، نو هغه مهال حتی د دغه سړک مسیر نه و معلوم، کله به یې ويل چې د جبل السراج سړک د درنامې سره نښلول کېږي، کله به يې بله سيمه ښوده، وزارت تر دوو کلونو پورې د سړک مسير نه شوای معلومولی.”

د هېوادوال شرکت ټوله پړه پر وزارت اچوي او وايي چې بيا ډېر وروسته د وزارت له خوا د سړک نقشه جوړه شوه چې بیا په کې د خلکو د کورونو او دوکانونو د استملاک ستونزه را پيدا شوه.

د هغه په وينا، کله چې دوى ځمکې استملاک کولې، خلک ورسره د پیسو په اړه موافقه نه کوله او دغه کار نږدې يو نيم کال یاده پروژه وځنډوله.

نعمت الله وايي: ((د تړون له مخې بايد ټول ٢١ کيلومتره سړک موږ ته تسليم شوى واى چې موږ جوړولى، خو هغوى به ١٠٠ متره سړک چارې پاکې کړې، بيا به يې موږ ته تسليم کړ او موږ به جوړاوه چې له امله يې د سړک کارونه وځنډېدل.))

د يادې پروژې مسوول وايي چې په ډېرو ستونزو يې د سړک چارې بشپړې کړې او وزارت ته يې تسليم کړى دى.

نعمت الله د ګلبهار د پله په اړه وويل چې دا ستونزه ټوله په ولایتي اداره او فواید عامې وزارت کې ده؛ په سيمه کې ځيني زورواکي هم شته چې د کارونو پر وړاندې خنډونه جوړوي.

ده زياته کړه: ((دغه زورواکي له موږ نه باج اخلي، د پيسو تر څنګ کله جغل، کله ريګ او يا هم نور څه غواړي، ولايتي ادارې له موږ سره هېڅ ډول مرسته ونه کړه.))

د هغه په وينا، يوه ولايتي چارواکي څو ځلې غوښتى او ترې يې د خپلې ادارې د برخې پيسې غوښتې دي، خو د دغه چارواکي نوم يې په ډاګه نه کړ.

د هېواد وال شرکت دغه استازي وويل، د ګلبهار د پله جوړولو پر وړاندې د سیمې یو شمېر زورواکي لاس لري، ورته ګواښ کوي چې يا به د دوی غوښتنې منل کېږي، ګني خپل وسايل دې له دغه ځايه يوسي.

ده زياته کړه: ((موږ چا ته شکایت وکړو، پخواني وزير زموږ پروژه بنده کړه، هغه خپلې غوښتنې درلودې، کله چې اوسني وزیر ولیدل چې نږدې اتیا سلنه کار بشپړ دى، بېرته يې اجازه راکړه چې دا پاتې کار باید هم بشپړ کړو، کارونه د وزارت له لوري ځنډېدلي موږ ته بايد تاوان راکړي.»

د دې پروژې په اړه ډېرى تورونه او شکايتونه د کاپيسا پر پخواني والي سيد خالد هاشمي پورې کېږي، پژواک ډېره هڅه وکړه چې د هغه يا د هغه مهال د وياند نظر يې واخلي، خو بريالى نه شو.

خو د کاپیسا د والي اوسنى مرستیال عزیزالرحمن تواب په دې اړه وايي چې هېوادوال شرکت په خپله زورور دى، په سيمه کې داسې بل زورور نشته چې له دوى سره ډغره ووهي.

هغه پژواک ته وويل، په سيمه کې يې ټولو ادارو ته ويلي چې له شرکت سره همکاري وکړي، امنيتي او ملکي دولتي کارکوونکي يې په خدمت کې دي.

د ده په وينا، دغه سړک ولايتي ادارې ته نه دى سپارل شوى، قرارداد یې هم په وزارت کې ترسره شوی او هغوی ته تسلیم شوی، دوى يواځې د پروژې په پلې کولو کې مرسته کړې ده.

د فوايد عامې وزارت وياند مهدي روحاني پژواک اژانس ته وويل چې د نوي وزير له راتګ وروسته د ياد شرکت ټولې ستونزې هوارې شوې دي.

هغه زياته کړه چې د فوايد عامې وزير يما ياري نن کاپيسا ولايت ته د سفر پر مهال له ګلبهار پله ليدنه کړې او اړوندو مسوولينو ته يې سپارښتنه کړې ده چې ژر تر ژره د پول کارونه بشپړ کړي، څو ياد سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.