غزني ښار (پژواک، ٢٢ ليندۍ ٩٦): غزني کې د يوې بېځايه شوې کورنۍ درې ماشومان د سړې هوا له امله مړه شوي دي.
دغه کورنۍ د ٢٤ نورو کورنيو په ګډون شاوخوا يوه مياشت وړاندې د اروزګان ولايت له مرکز ترينکوټ ښاره د پرله پسې جګړو له امله غزني ښار ته را کډه شوې او د علي لالا په سيمه کې مېشت شوې دي.
یادو کورنيو د ژمي په دې سړې هوا کې له هغو فرشونو ځان ته خېمې جوړې کړې چې د خلکو له خوا ورسره مرسته شوې ده.
د دغو کورنيو له ډلې د يوې کورنۍ يوې زړې مېرمنې بي بي ګل د ليندۍ په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې خاوند او زوى يې په اروزګان کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې له امله وژل شوي دي.
هغې وويل: ((له جنګه را وتښتېدو، غزني ته راغلو، خو دلته يخنۍ راته په تيره يوه مياشت کې درې لمسيان مړه کړي دي.))
بي بي ګل وايي چې د کار کولو يې څوک نشته او له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
دې وويل: ((هېچا راسره کمک نه دى کړى، تر شنه اسمان لاندې پراته يو، سرپناه نه لرو، ډوډۍ نه لرو، کالي نه لرو، ډارېږم چې دا پاتې لمسيان مې هم مړه نه شي.))
نوموړې په ژړغوني غږ وويل چې جدي مرستو ته اړتيا لري، بايد لاسنيوى يې وشي.
په دې سيمه کې د فاطمې په نوم يوې بلې مېرمنې پژواک ته وويل: ((په اروزګان کې مې د کور ١٢ کسان په جنګ کې ووژل شول له خپلو کونډو او وړو ماشومانو سره غزني ته راغلي يو.))
دې هم وويل چې د سړې هوا له امله سختو ستونزو سره مخ دي او جدي مرستو ته اړتيا لري.
هغې زياته کړه: ((موږ ځان سره هېڅ کالي نه دي راوړي، هوا دلته ډېره سړه ده، ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ دي، کومک ته ضرورت لرو.))
فاطمه وايي چې ماشومان يې د سړې هوا له امله تر سهار خوب نه کوي او ټوله شپه ژاړي او چيغې وهي.
login or register a new account.