Language

د پکتیکا په جاني خېلو کې د یوې پوستې څلور پولیس وژل شوي

ښرنه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا د جاني خېلو یو قومي مشر وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې څلور پولیس وژلي او پوسته یې هم نیولې ده.

قومي مشر ملک ظاهر خان ګټوازي د ليندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د برلک په سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې د برید په پایله کې پوستې سقوط کړی او څلور پولیس هم وژل شوي دي.

ده وويل: ((په پوسته کې پوليس کم وو؛ نو ځکه يې پوسته سقوط شوې ده، بايد چې حکومتي مشران د پوليسو شمېر ډېر کړي.))

د جاني خېلو ولسوال نعيم کټوازي هم پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې څلور پوليس وژل شوي دي.

بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه بريد تاييدوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په جاني خېلو کې د پوليسو يوه پوسته طالبانو نيولې ده.

هغه وايي چې د پوستې د نيولو پر مهال څلور پوليس وژل شوي او د پوليسو يو شمېر وسلې او مهمات د دوى لاسته ورغلي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.