مهترلام- ښرنه (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٦): د لغمان ولایت له بې وزلو کورنيو سره د ژمنیو توکو مرستې شوې، بلخوا بیا په پکتيکا ولایت کې هم پر خلکو د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د لغمان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس شاکرالله شاکر د ليندۍ په ٢٣مه د مرستو د وېش په مراسمو کې رسنيو ته وويل چې يادې مرستې د UNHCR ادارې له خوا له راستنو شوو کډوالو سره وشوې.
هغه زیاته کړه چې یادې مرستندویې ادارې له هرې کورنۍ سره دوه سوه ډالر او څلور کمپلې مرسته کړې ده.
د کډوالو چارو رييس دا هم وويل چې پر دغو کورنيو سربېره سلګونه نورې کورنۍ هم سروې شوې چې په راتلونکي کې به ورسره مرستې وشي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په پکتيکا کې هم له نږدې اووه زره بېځايه شوو او راستنو شوو کورنيو سره د مرستو د وېش لړۍ پيل شوه.
د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز پژواک ته وويل چې په دې مرستو کې لرګي، خېمې، کمپلې، ترپالونه او نور ژمني توکي شامل دي.
دغه راز د پکتيکا د کډوالو چارو رييس غلام فاروق محمد پژواک ته وويل چې دغه مرستې له وزیرستاني کډوالو سره هم کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP