کابل (پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٦): په کابل کې د ملي امنيت ځواکونو له لوري د افغان-ترک لېسو د څلورو ښوونکو د نيولو په تړاو د دغو ښوونځيو د زده کوونکو کورنۍ د لويې څارنوالۍ مخې ته راغونډې شوې وې.
ياد څلور ښوونکي پنځه ورځې وړاندې ترکيې ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر پر مهال نيول شوي دي. ملي امنيت ويلي چې دغه ښوونکي د امنيتي ستونزو جوړولو په تور نيول شوي او د دغو ښوونځيو د تړلو په معنا نه دى.
د افغان-ترک ښوونځيو د زده کوونکو کمېټې منشي عبدالشکور دادرس پژواک خبري اژانس ته وويل، د کمېټې استازو خپل شکايتونه له لويې څارنوالۍ سره شريک کړل او د ښوونکو د نيول کېدو په اړه يې خپلې اندېښنې ورسره شريکې کړې دي.
ده زياته کړه، د لويې څارنوالۍ له چارواکو سره هم خبرې شوې او يادې ادارې ژمنه وکړه، چې د دوى ستونزو ته به لاسرسى کوي.
له دې وړاندې د ترکيې څو چارواکو ادعا کړې وه، چې د افغان-ترک ښوونځي په فتح الله ګولن پورې تړلي دي، چې افغان حکومت يې بايد وتړي.
ګولن د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردغان د سياستونو مخالف او ناراضي ترک روحاني دي، چې د ياد هېواد د حکومت له لوري د ترکيې پر وروستۍ کودتا تورن شوى، چې ملاتړي يې هم د ترکيې دولت له لوري تر تعقيب لاندې دي.
د پوهنې وزارت ويلي، د دغو ښوونځيو له فعاليته خوښ دي او د يادو ښوونځيو برخليک د افغان ولسمشر په پرېکړې پورې تړلى دى.
دغه راز په نننۍ ناسته کې يو شمېر وکيلانو هم له حکومته غوښتنه وکړه، چې د افغان-ترک له دغو څلورو ښوونکو سره بايد د هېواد قوانينو په چوکاټ کې چلند وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP