Language

“په برمل کې ١٥ طالبان وژل شوي”

ښرنه (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٦): د پکتيکا مسوولين وايي، په برمل ولسوالۍ کې د عملياتو پرمهال ٢٣ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پکتيکا د امنيه قومندانۍ له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات تېره شپه د برمل د لمنې په سيمه کې شوي، چې ١٥ طالبان په کې وژل شوي او ٨ نور ژوبل دي.

سرچينه زياتوي، په دې عملياتو کې پنځه شکمن کسان نيول شوي او اوسمهال ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي.

سرچينه کاږي، په يادو شويو عملياتو کې افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

طالبانو بيا په دې اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.