جلال اباد، محمود راقي، غزني (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩٦) : چارواکي وايي چې په بېلابېلو عملياتو کې ٣٠ طالب او داعش وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ٢٠٣ تندر قول اردو وايي چې په بېلابېلو سيمو کې د عملياتو پر مهال يې ١٦ طالب وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
په ګردېز کې د يادې قول اردو د مطبوعاتي دفتر له خوا د ليندۍ په ٢٦مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د تندرقول اردوجزوتامونو د توپچي ځواکونو پر مټ د غزني ولايت د ده یک ولسوالۍ د لغوات په سیمه کې وسله وال مخالفین په نښه کړي چې په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي او٣ نور يې ټپيان دي.
دغه راز سرچينې ويلي، ايتلافي ځواکونو د غزني ولایت د ګیرو ولسوالۍ اړونده سيمو کې هوايي بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې شپږ وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور يې ټپيان دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، ځواکونو يې د لوګر ولایت د څرخ ولسوالۍ د نوبهار په سیمه کې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې له چاودېدونکو توکو ډک يو عراده کرولا موټرکشف او له منځه وړى ده.
بلخوا د ننګرهار په خوږیاڼو او هسکې مینې ولسوالیو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال د هوایي او ځمکنیو بریدونو په ترڅ کې ۹ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې پرون په خوږياڼو ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۷ داعش وسله وال وژل شوي او ۵ نور تپيان دي.
د هغه په وينا، د عملیاتو پر مهال د دې ولسوالۍ د وزیرو پېره خېلو سیمې اړوند اته کلي هم د داعش له شتون څخه پاک شوي دي .
د والي وياند وايي، همداراز د هسکې مینې ولسوالۍ په لنګرۍ کنډو سیمه کې هم د هوایي برید په ترڅ کې دوه داعش وسله وال وژل شوي دي
د يو بل خبر له مخې، د کاپيسا د نجراب ولسوالۍ په مرکز کې پنځه وسله وال مخالفین د ځانګړو ځواکونو د يو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند محمد ايوب يوسفزي پژواک اژانس ته وويل، دا عمليات تېره شپه د ٠١ قطعې له خوا ترسره شوي دي.
د یوسفزي په وینا، نیول شوي کسان په نجراب کې د وسله والو د قوماندان عبدالصمد کسان وو چې په نوموړې ولسوالۍ کې يې له امنیتي ځواکونو سره څو ځلې جګړې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP