Language

ښرنه(پژواک،٢٧ليندۍ٩٦): د پکتيکا په سروبي ولسوالۍ کې د موټر سايکل بم د چاودنې له امله څلور پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان درياخان خروټي د ليندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا څلور بجې د دې ولسوالۍ په بازار کې د موټر سايکل بم چاودنه شوې ده.

هغه وايي چې په دې پېښه کې د سيمه ييز پوليسو د يوې پوستې د قوماندان بابري په ګډون څلور پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ده زياته کړه: (( بابري زما ورور دى چې خپله يې او درې ساتونکي يې زخميان شوي دي.))

د پېښې يو تن عيني شاهد عصمت الله پژواک ته وويل چې چاودېدونکي توکي په موټر سايکل ځاى پرځاى شوي وو.

هغه وايي چې په دې پښه کې څوک نه دي وژل شوي، خو څو تنه په کې ټپيان شوي دي.

د دې بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى .

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.