دويم تعقيب-لښکرګاه(پژواک،٢٧ليندۍ٩٦): د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د موټر بم بريد له امله د پوليسو په ګډون ٢٩ تنه ټپيان شوي او يو شمير نور وژل شوي دي.
د هلمند په مرکز لښکرګاه کې نن ماښام شاوخوا پنځه نيمې بجې د عامه نظم د پوليسو پر کاروان د موټر بم چاودنه وشوه.
د هلمند د والي وياند عمرځواک د پېښې په تاييد سره پژواک ته وويل چې تر اوسه د پوليسو په ګډون٢٩ تنه ټپيان شوي او يو شمير نور وژل شوي دي.
ده وويل چې وژل شويو کره شميره تراوسه معلومه نه ده خو په ټپيانو کې ډيرى يې ملکي وګړي دي.
په لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مخې ته عيني شاهدان وايي چې د مرګ ژوبلې کچه ډېره لوړه ده.
د هغوى په وينا، په دې پېښه کې ښځو او ماشومانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې بريد مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دى اخيستى.
په دې اړه به نور جزئيات وروسته خپاره شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن