Language

غزني کې د نجونو لوبډلو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې

غزني ښار (پژواک، ٢٨ ليندۍ ٩٦): په غزني کې د لومړي ځل لپاره د نجونو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالي د ليندۍ په ٢٨مه د خوړو نړيوال سازمان له لوري د څلورو لوبډلو تر منځ په لاره اچول شوې وې.

په دې سيالۍ کې د غزني ښار، جغتو، خواجه عمري او جاغوري ولسواليو لوبډلو برخه اخيستې وه.

په غزني کې د خوړو نړيوال سازمان مسوول عنايت الله فاني پژواک ته وويل چې د لړمړي ځل لپاره په دغه ولايت کې د نجونو تر منځ د واليبال سيالۍ ترسره شوې.

هغه وايي: ((غزني کې د داسې کارونو ترسره کول یو څه ستونزمن دي خو بیا هم موږ وتوانېدو چې دغه سیالۍ ترسره کړو.))

د دې سيالۍ يوې لوبغاړې ثنا پژواک ته وويل چې دوى ته اړين امکانات نشته خو بيا هم خپلو لوبو ته دوام ورکوي.

هغې وويل: ((موږ ته سم ميدانونه نشته دي، نور امکانات نه لرو خو بيا هم خوشحاله يو چې د لومړي ځل لپاره دلته د نجونو تر منځ د واليبال سيالۍ په لاره واچول شوې او موږ په کې برخه واخيسته.))

د يادونې ده، دغه سيالۍ د يوې ورځې لپاره ترسره شوې چې په ترڅ کې د جغتو لوبډلې لومړى، د غزني ښار لوبډلې دويم او د خواجه عمري لوبډلې درېيم ځاى خپل کړ.

بايد وويل شي چې غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې د ناوې ولسوالۍ تر څنګ يې ډېرې نورې سيمې هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.