Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هلمند کې د یوه مهم قوماندان په ګډون ۱۸ وسله وال وژل شوي

لښکرګاه (پژواک، ۲۹ لیندۍ ۹۶): هلمند کې د يوه مهم قوماندان په ګډون ١٨ وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې امريکايي ځواکونو په مارجې ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې په دغو بريدونو کې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو د نومول شوي والي ملا منان، د هغه نږدې ملګری او د طالبانو قوماندان قاري فدا محمد له خپل يو شمېر نورو ملګرو سره وژل شوي دي.

دغه راز ځواک وويل چې په نادعلي ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې تېره شپه ١٧ طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ده وويل چې په دغو عملياتو کې د طالبانو دوه کلاشينکوفونه، درې ميله راکټ او شپږ موټرسايکل هم د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

دغه راز د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مرستيال جګړن عبدالقدير بهادرزي د يادو پېښو په تاييد سره پژواک ته وويل چې په نادعلي کې د امنيت د ټينګښت په موخه ځمکني او هوايي عمليات روان دي.

ده زياته کړه چې په يادو پېښو کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.