Language

کندوز کې سیمه ییزو پولیسو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

کندوز ښار (پژواک، ٢٩ ليندۍ ٩٦): د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو د بريد له امله اته سيمه ييز پوليس او درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

د کندوز د دشت ارچي ولسوال نصرالدين سعدي د ليندۍ په ٢٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ په دادسي سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې د دغو بريدونو په پایله کې اته سيمه ييز پوليس، درې ملکي وګړي وژل او دوه طالبان وژل شوي دي.

نوموړى دغه راز زياته کړه چې څلور سيمه ييز پوليس، دوه ملکي وګړي، پنځه د ملي اردو سرتيري او دوه طالبان ټپيان شوي هم دي.

دغه راز دادسي د کلي اوسېدونکي سيف الله پژواک ته وويل چې تېره شپه شاوخوا لس بجې د دوى په کلي کې جګړه شوې ده.

هغه وايي چې په دې جګړو کې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو تر اوسه معلومه نه ده چې دغو کسانو د طالبانو که د امنيتي ځواکونو د ډزو له امله مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه راز د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي هم ياده پېښه تاييد کړه خو د مرګ ژوبلې کره شمېره يې په ډاګه نه کړه.

ده وويل چې په دغو بريدونو کې طالبانو ته هم درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

دشت ارچي د کندوز شمال ته په ٤٠ کيلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې ډېرې سيمې یې له وسله والو طالبانو سره دي.

login or register a new account.