ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د زابل په مرکز کلات ښار کې د موټربم چاودنې مخه نیول شوې

د زابل په مرکز کلات ښار کې د موټربم چاودنې مخه نیول شوې

author avatar
21 Dec 2017 - 10:29
د زابل په مرکز کلات ښار کې د موټربم چاودنې مخه نیول شوې
author avatar
21 Dec 2017 - 10:29

کابل  (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): چارواکي وايي چې امنيتي ځواکونو د زابل په مرکز کلات ښار کې د يوه موټربم د چاودنې مخه نيولې ده.

د زابل د والي وياند ګل اسلام سيال د ليندۍ په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو له چاودېدونکو توکو ډک یو کرولا موټر د کلات ښار اړوند د بسکې پول په سيمه کې کشف کړ.

هغه زياته کړه چې پرون ناوخته د زبل د والي خيال محمد حسيني، مرستيال والي او د ملي امنيت د رييس په ګډون د یوه پلاوي په حضور کې یاد موټر ته چاودنه ورکړل شوه.

سيال وايي، وسله والو مخالفينو پلان درلود چې د یاد موټربم په وسیله د ولايت پر مقام، امنيې قوماندانۍ، ولايتي شورا او يا  هم د ملي امنيت پر رياست برید وکړي.

د نوموړي په وينا چې د یاد موټربم راوستونکي له سيمې تښتېدلي، خو پولیسو یې پلټنه پیل کړې ده.

په دې اړه تر اوسه د دولت کومې وسله والې مخالفې ډلې څه نه دي ویلي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.