لښکرګاه (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٦): په هلمند کې د هيروينو د درېيو کارخانو د ویجاړېدو تر څنګ ١٢ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او په بلخ کې ١٩ وسله وال نيول شوي دي.
د هلمند ولايت له مطبوعاتي دفتره پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره شپه شاوخوا اته بجې د کجکي ولسوالۍ د ګندم ریز اډې سيمې په شېرملا کلي کې د هوايي برید په ترڅ کې د هيروينو درې کارخانې له منځه وړل شوې دي.
د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييدوي او وايي چې په کجکي کې امريکايي هوايي ځواک د نشه يې توکو فابريکې تخریب کړې دي.
په خبرپاڼه کې زياته شوې چې دغه راز په ياده ولسوالي کې وسله والو مخالفینو غوښتل چې د ملې اردو پر پوستو بریدونه وکړي چې د امنيتي ځواکونو د ځوابي نښتو په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
سرچينه زياتوي، همدارنګه د ګرشک ولسوالۍ په مهاجر بازار سیمه کې له وسله والو مخالفينو سره د مخامخ جګړې پر مهال ۴ طالب وسله وال وژل شوي او ۳ نور ټپیان دي.
د والي وياند دغه پېښه هم تاييدوي.
خو يوې باوري حکومتي سرچينې بيا پژواک ته وويل چې د مهاجربازار سيمه کې تر جګړې وروسته د ملي اردو درې سرتېرې هم وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د يوه بل خبر له مخې، د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې ١٩ وسله وال طالبان نيول شوي دي.
د ٢٠٩ شاهين قول اردو وياند نصرت الله جمشېدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د چمتال په فاطمه خېلو کلي کې تېره شپه د کومانډو ځانګړو ځواکونو له خوا عمليات شوي چې په ترڅ کې يې ياد ١٩ طالبان ژوندي نيول شوي دي.
ده زياته کړه، دغو کسانو چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ نيول شوي، د ورانکارو کړنو پلان يې درلود.
د بلخ امنيتي مسوولين دغه راز په دولت اباد ولسوالۍ کې د وسله والو له خوا د قلتاق کلي د نيولو اوازې ردوي.
د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني، پژواک ته د طالبانو له خوا د ياد کلي د نيولو د خبر ردولو تر څنګ وويل، ځاى ځاى د شپې مهال وسله وال راښکاره کېږي، خو دا د دې معنا نه لري چې سيمه د هغوى په ولکه کې ده.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP