Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د چين، افغانستان او پاکستان ترمنځ درې اړخيزه ناسته جوړېږي

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٦): تمه ده چې راتلونکې اونۍ د افغانستان په اړه درې اړخيزه ناسته د چين په کوربه توب د دې هېواد په بيجينګ ښار کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ د لانجو د کمولو په خاطر جوړه شي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند هاو چينګ له رسنيو سره په خبرو کې ويلي چې ټاکل شوې دغه ناسته د ډيسمبر په ٢٦مه (د سه شنبې په ورځ) په بيجينګ ښار کې ترسره شي.

ده زياته کړې، هېواد يې هڅه کوي چې د دواړو ګاونډيانو (افغانستان او پاکستان) په اړيکو کې يې ښه والى راشي.

د هغه په وينا، د چين د بهرنيو چارو وزير به خپل افغان او پاکستانى سيالان د کابل او اسلام اباد ترمنځ د لانجو کمولو ته وهڅوي او کوښښ به وشي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې را کمې شي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي محمود صيقل هم ويلي چې کابل هيله مندى چې دغه ناسته به ډېر ژر ښې پايلې ولري.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.