ښرنه (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٦): د پکتيکا امنيتي مسوولين وايي، د ګيان ولسوالۍ په عملياتو کې ٢٣ وسله والو طالبانو ته مر مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولایت د امنيت امر سمونوال داد لله خان هوتک، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ګيان ولسوالۍ کې د افغان او امريکايي ځواکونو په دوه ورځنيو هوايي او ځمکنيو عملیاتو کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه عمليات د ګيان ولسوالۍ په لوګيان سيمه کې شوي چې په پايله کې يې درې افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د ګيان ولسوالۍ اوسېدونکي محمد عالم پژواک ته وويل، د پنجشنبې له ورځې را په دې لوري د افغان ځانګړو ځواکونو او امريکايې ځواکونو له لوري هوايې او ځمکني عملیات روان دي.
د ده په وينا، په تېر ماښام ناوخته د امنيې قوماندانۍ اړوند ځانګړې قطعه د ګيان ولسوالۍ په بازار کې په پلې ګزمه بوخته وه چې د وسله والو طالبان تر بريد لاندې راغله او په نتيجه کې ۱۶ وسله وال طالبان وژل شوي چې ده يې جسدونه ليدلي دي.
هغه وايي، په دې نښته کې افغان ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په اړه يې معلومات نه لري.
د نوموړي په خبره، په دې نښتو کې ۶ ملکي وګړي چې څلور يې د يوې کورنۍ اوسېدونکي وو، هم وژل شوي او څلور نور ژوبل شوی دي.
د دې ولسوالۍ يوه بل اوسېدونکي سيد احمد هم پژواک ته وويل، چې د دې عملياتو پرمهال شپږ ملکي وګړي هم وژل شوي او يو پاکستانى ډاکټر چې له کلونو يې په دې ولسوالۍ کې فعاليت کاوه، هم ځانګړو ځواکونو له ځان سره ژوندی وړی دی.
خو امنيه قومانداني د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه مني.
وسله والو طالبانو بيا په دې اړه څه نه دي ويلي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP