کابل (پژواک ٢ مرغومى ٩٦): ولسي جرګې په محبسونو او توقيف خونو کې د شکنجې د منعې قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د رايو په اکثريت تصويب کړ.
د دغه فرمان په ځېنو مادو کې د عدلي او قضايي کميسيون له خوا تر ځينو تعديلانو راوستو وروسته، نن د جرګې په عمومي ناسته کې رايې ورکونې ته وړاندې او تصويب شو.
ولسي جرګې د دې قانون په شپږمه او ديارلسمه مادو کې تر تعديلاتو راوستو وروسته، دا قانون تصويب کړ.
د ولسي جرګې د عدلي او قضايي کميسيون مشر حسن شريفي بلخابي وايي، د دې قانون پلي کېدل د عدالت په ټينګښت او په محبسونو او توقيف خونو کې د زندانيانو له شکنجې څخه په مخنيوي کې اغېزمن ثابتېداى شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP