Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په مزارشريف کې یوې نجلۍ ځان وژنه کړې ده

مزارشريف (پژواک، ٣ مرغومى ٩٦): يوې شل کلنه نجلۍ د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف کې ځان له څلورم پوړ څخه غورځولی او مړه شوې ده.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د مرغومي په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د مزارشريف ښار په لومړۍ ناحيه کې رامنځته شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، يوې شل کلنه نجلۍ په ياده سيمه کې د يوه مارکېټ له څلورم پوړ څخه ځان غورځولی، لومړی ټپي وه، خو وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړې ده.

درانى وايي چې د ياد مارکېټ په پاس پوړونو کې د انګليسي ژبې او کمپيوټر د زده کړې کورسونه دي، خو د اوسېدو اپارتمانونونه نه لري.

د امنيې قوماندانۍ وياند وويل چې تر اوسه د دې نجلۍ د ځان وژنې انګېزه نه ده معلومه، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.