ايبک(پژواک، ٤ مرغومى ٩٦): د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو د دوو کانونو عوايد په تېر مالي کال کې د څه باندې ٢٢ سلنې زياتوالي سره د ١٣٩٥ کال په پرتله څه باندې ٢.٨ ميليارده افغانيو ته رسېدلي دي.
د شمال ډبرو سکرو تصدي رياست اداري مرستيال انجنير محمود، ددې موضوع د څرګندولو تر څنګ پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دره صوف بالا ولسوالۍ کې ددې دوو کانونو(شباشک او دهانه تور) عوايد تېر ١٣٩٥ کال ٢.٣ ميليارده افغانۍ وو.
نوموړي وويل چې ډېر استخراج او د تقاضا لوړېدل د عوايدو د ډېرښت لاملونه دي. هغه زياته کړه چې ددې کان ٩٠ سلنه سکاره پاکستان ته صادرېږي او پاتې نور يې په هېواد د ننه مصرفېږي.
ددې ولايت چارواکي وايي چې يادې شوې ٢.٨ ميليارده افغانۍ د ډبرو سکرو د درېيو کانونو(غربى ګرمک، شرقي ګرمک او رشک) په عوايدو کې شاملې نه دي. دغه درې واړه کانونه د کانونو او پټروليم وزارت له لوري خصوصي سکتور ته په اجاره ورکړل شوي دي.
د سمنګانو د والي وياند محمد صديق وويل چې دولت له دې درېيو کانونو څخه هر کال سلګونه ميليونه افغانۍ عايد لري.
د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني د معلوماتو له مخې، ددې ولسوالۍ د ډبرو سکرو کانونو کې نږدې لس زره کسان کار کوي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، د ډبرو سکرو کانونه د کمربند په شکل د هندوکش غرونو لړۍ په بېلابېلو طبقو کې موقعيت لري چې له بدخشان ولايت نه تر تخار، بغلان، سمنګانو، باميان او سرپل پورې غځېدلي او د هرات سبزک کان ته رسېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP