ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د طالبانو او داعش ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طالبانو او داعش ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
26 Dec 2017 - 11:22
د طالبانو او داعش ۲۹ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
26 Dec 2017 - 11:22

جلال اباد- فراه- پل علم (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): چارواکي وايي چې په ځینو ځمکنيو عملياتو کې د طالبانو او داعش ٢٩ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د اچین ولسوالۍ په باندر درې سیمه کې د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې هوایي برید په ترڅ کې ۱۵ داعش وسله وال وژل شوي او وسلې او نور مهمات یې له منځه تللي دي.

هغه زياته کړه، دغه راز د هسکې مینې ولسوالۍ په اوغز سیمه کې هم د داعش ډلې دوه غړي چې د ډيورنډ پولې د پورې غاړې اورکزو ایجنسۍ اوسېدونکي وو، وژل شوي دي .

د نوموړي په وينا، په دې عملياتو کې بل چا ته زيان نه دى اوښتى.

د يو بل خبر له مخې، د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال ۸ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عمليات تېره شپه د څرخ ولسوالۍ په پندوکې سيمه کې هغه مهال ترسره شول چې وسله والو غوښتل یادې سیمې پر امنیتې پوستې برید وکړي.

سرچينې زياته کړې چې په دغو عملياتو کې څلور وسله وال مخالفين وژل شوي او درې نور ټپيان دي او وايي چې ځیني مړي یې په سیمه کې پاتې دي.

د دولت وسله والو مخالفينو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

بلخوا د فراه ولايت ځايي چارواکي وايي چې د وسله والو مخالفينو پر يوه موټر د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې ده.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند اقبال باهر پژواک ته وويل چې تېره ورځ د شېبکو ولسوالۍ د کارېز لندي په سيمه کې د وسله والو طالبانو يو موټر پر خپل ماين ختلى او چاودنه پرې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دې چاودنه کې درې وسله وال طالبان وژل شوي، يو ټپي دی او وسلې يې له منځه تللې دي.

خو طالب وياند قاري یوسف احمدي دا خبره ردوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.