Language

طالبانو په غزني ښار کې پنځه کسان وژلي

غزني ښار (پژواک، ٥ مرغومى ٩٦): چارواکي وايي چې په غزني ښار کې پنځه کسان په مرموز ډول د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوي دي.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري د مرغومي په ٥مه پژواک خبري اژاانس ته وويل چې د دغو کسانو جسدونه د ښار اړوند د ارزو سيمې ښوونځي ته نږدې اچول شوي وو.

هغه زياته کړه چې پوليس سيمې ته لېږل شوي، څو ياد جسدونه ولېږدوي.

د نوري په وينا، د وژل شوو کسانو هويت تر اوسه نه دى په ډاګه شوى، خو دا معلومه شوې چې دغه کسان د وسله والو مخالفينو له لوري وژل شوي دي.

د محمد الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک ته وويل چې وژل شوي کسان ټول ځوانان دي او مړي يې تر ډېره وخته هلته پراته وو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي چې وژل شوي کسان سرتېري وو، له پکتيکا ولايت څخه کابل ته تلل او د دوى تر تعقيب لاندې وو.

هغه ادعا کړې ده چې  د نيولو پر مهال دوى پر طالبانو د تومانچې ډزې کړې وې او په ځوابي ډزو کې وژل شوي دي.

د يادونې ده، تر دې مخکې هم په غزني ولايت کې دا ډول پېښې رامنځته شوې دي. 

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.