ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د شپږیزې کرکټ لیګ سیالیو لپاره پنځې لوبډلې اعلان کړې | بدخشان کې د «مخمل خیال» په نوم هنري نندارتون جوړ شو |  لوګر کې د اوبو رسولو یوه شبکه جوړه شوه | د حج وزارت: زیارتي شرکتونه دې د عمرې حج لګښت کې کموالی راولي | غزني کې د مور له شیدو د تغذیې نړۍواله اونۍ ونمانځل شوه | د هلمند په ګرشک کې یوه ځوان ۳۰۰ ماشومانو ته د وړیا زده‌کړو زمینه برابره کړې ده | غزني کې د ادبي او فرهنګي فعالیتونو کمرنګه کېدو یو شمېر فرهنګیان اندېښمن کړي | پلخمري کې یوې پېغلې د یوه رسټورانټ په جوړولو لسو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده | مهترلام ښار کې د سل میلیون افغانیو په لګښت بېلابېلې رغنیزې پروژې پلې کېږي | فراه کې په تېرو درېیو میاشتو کې نږدې ۲۷۰۰ ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي
پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل ( دجدي شپږمه) وغندل شو

پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل ( دجدي شپږمه) وغندل شو

author avatar
27 Dec 2017 - 17:21
پر افغانستان د شوروي اتحاد يرغل ( دجدي شپږمه) وغندل شو
author avatar
27 Dec 2017 - 17:21

خوست ښار (پژواک، ۶ مرغومى ۹۶): د خوست ولايت يو شمېر پخواني مجاهدين وايي، په نظام کې د هغوی ونډه کمرنګه ده او ورځ تر بلې څنډې ته کېږي، بايد چې په نظام کې پوره ونډه ورکړل شي.

هغوی چې د مرغومې د شپږمې د غندنې په موخه جوړې شوې غونډې ته يې خبرې کولې، له ولسمشر محمد اشرف غني وغوښتل چې مجاهدينو او علماوو ته په نظام کې په لوړه کچه ځای ورکړل شي.

ديني عالم او پخواني جهادي مشر مولوي محمد سردار ځدراڼ غونډې ته وويل، که چېرې په نظام کې د مجاهدينو او علماوو ونډه زياته نه شي، نو په هېواد کې به د سيمه ييزو استخباراتي کړيو لاسوهنې دوام ولري.

نوموړي په هېواد کې د څو سياسي ډلو له خوا په دې وروستيو کې د دولت ضد حرکتونو او ايتلافونو جوړولو يو لامل هم همدا بولي، چې په نظام کې د مجاهدينو او علماوو ونډه کمزورې ده.

هغه زياتوي: ((هغه کمزوري خلک چې مجاهدينو به هغوی سره د يو عسکر په حيث چلند کاوه، نن هغه راپورته شوي دي، ولسمشر ته هم چيلنج ورکوي، نظام ته هم چيلنج ورکوي او ولس ته چيلنج ورکوي. د دې لوی لامل دا دی چې مجاهدين په لوی لاس حاشيې ته شوي او له نظام نه يې لرې کړې دي.))

يو بل جهادي مشر ګل قاسم جهاديار غونډې ته وويل، ولسمشر محمد اشرف غني تراوسه خپله هغه ژمنه چې د کمپاين په وخت کې يې کړې وه، نه ده عملي کړې، چې ويلي و، د ارګ او منبر ترمنځ فاصله به له منځه وړي.

هغه وايي: ((ولسمشر دې په خپله پاتې قانوني دوره کې چې له يو کال ډېره نه ده پاتې، مجاهدينو او علماوو ته دې په نظام کې ونډه ورکړي او هغوی دې ځای پر ځای کړي.))

د غونډې يو بل ګډونوال ډاکټر موسی خاورين بيا وويل، که څه هم دوی تراوسه له اوسني نظام څخه خپل ملاتړ کړی، خو دا په دې معنا هم نه ده، چې هغوی دې له هر غاصب او فاسد څخه ملاتړ وکړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ ملاتړ مشروط دی. موږ يې په ټولو برخو کې چې د قانون د تطبيق او د اجتماعي عدالت د تامين په منظور وي، ملاتړ يې کوو، خو کله چې چارواکي د شخصي ګټو د پاللو په منظور، د مشخصو کړيو ګټې پالي او د ځمکو په غصب او اداري فساد کې شريک وي، موږ يې ملاتړ نه کوو.))

څو نورو ويناوالو بيا په دې غونډه کې د دولت له وسله والو مخالفينو وغوښتل، چې جنګ ته دې د پای ټکی کېږدي او د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار په څېر دې د بين الافغاني مذاکراتو له لارې افغان دولت سره سوله وکړي.

بلخوا د جهادي ګوند اسلامي حزب  د پخواني مشر مولوي خالص زوى او ځاى ناستي مولوي انوار الحق مجاهد د جدي د شپږمې په اړه پخپل يو بيان کې ويلي، چې دا کرغېړنه ورځې چې هر څومره وغندل شي، کمه به وي او افغانان به هېڅکله دا کرغېړنه ورځ هېره نه کړي.

هغه زياته کړې، چې افغانانو د ډېرو قربانيو په ورکولو او دالله تعالى په مرسته شورويانو ته يې ماتې ورکړه .

د مجاهد په وينا، افغانان بايد دا هېر نه کړي، چې د شوروي يرغل په افغانستان کې  يوه توره او له وحشته ډکه تاريخي ورځ وه ، شورويانو له خپلو داخلي ملګرو خلق، پرچم او د کمونستي رژيم پهه مرسته د افغانانو د پاکې اسلامي عقيدې ته سپکاوى وکړ.

ده زياته کړې : (( موږ په داسې حال كې چې دامريكايي استعمار په خلاف روان جهاد مقدس اود روسانو په   خلاف د جهاد تسلسل بولو، چې دروسانو اوكمونیزم الحادي فكر پرخلاف پيل شوى وو او څوك چې له دې لارې) منحرف شول ددې معنى نه لري چې لاره يې غلطه ده. ))

 

Views: 19

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.