Language

مزارشريف (پژواک، ٧ مرغومى ٩٦): په بلخ ولايت کې د يوې چاودنې له امله شپږ ماشومان وژل شوي دي.

د بلخ د امنيې قوماندانۍ وياند شېرجان دراني د مرغومي په ٧ مه پژواک خبري اژانس  ته وويل چې دا پېښه پرون مازديګر د دغه ولايت د  دولت اباد ولسوالۍ په حيات کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه چې دغه ماين د وسله والو مخالفينو له خوا ځاى پر ځاى شوى و او پر ماشومانو د لوبو پر مهال چاودلی دی.

درانى وايي چې په دې چاودنه کې د وژل شوو شپږو ماشومانو عمرونه له ٧ تر ١١ کلونو پورې دي.

د نوموړي په وينا، پوليسو په سيمه کې پلټنې پيل کړې دي.

د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى. 

login or register a new account.

Related Topics