لښکرګاه (پژواک، ۸ مرغومی ۹۶): امنيتي مسوولين وايي چې په هلمند کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي او لس شکمن کسان نيول شوي دي.
د دغه ولایت د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان د مرغومي په ۸مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې تېره شپه کومانډو ځواکونو چې هوايي ملاتړ هم ورسره و، په ګرمسېر ولسوالۍ کې شپني عمليات کړي دي.
د ده په وينا، په دې عملياتو کې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي، ۱۰ مشکوک ژوندي نيول شوي او ۱۸ ميله سپکې او درنې وسلې او جنګي مهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
هغه زياته کړه، دغه راز په همدې شپه وسله والو طالبانو د درېيمې امنيتي حوزې اړوند د بشران پر امنيتي پوستو بريدونه کړي چې د ملي امنيت د ځانګړې قطعې له غبرګون سره مخ شوي او وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملي امنيت يوه سرچينه وايي، د تېرې شپې په جګړه کې طالبانو ته د مرګ ژوبلې تر څنګ د هغوی دوه موټر او يوه دهشکه له منځه وړل شوي او زیاتوي چې امنيتي سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د لښکرګاه ښار يوه اوسېدونکي عبدالرحيم پژواک ته وويل، تېره شپه د ښار په څنډه د بشران په سیمه کې درنې جګړې ويرولي او له امنيتي مسوولينو يې وغوښتل چې د ښار په څنډه کې له ژمنې سره سم د نا امنۍ ټغر ور ټول کړي.
د ده په وينا، په ياده سيمه کې نږدې يو نيم کال کېږي چې جګړې روانې دي خو د مخنيوي لپاره يې يوازې ژمنې کېږي.
وسله والو طالبانو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن