مزار شريف (پژواک، ٩ مرغومى ٩٦) : عطاء محمد نور سره له دې چې د ولسمشر اشرف غني له خوا له دندې لرې شوى او پر ځاى يې د بلخ نوى والي ټاکل شوى، خو نوموړى نن په مزار شريف کې ولايت مقام ته ولاړو او د اداري غونډې مشري يې وکړه.
دغه غونډه چې د يو شمېر تلوېزيونونو له خوا په ژوندۍ بڼه هم خپرېده، په کې د بلخ ولايت ګڼ شمېر پوځي او ملکي چارواکو، رييسانو، د نور پلويانو او د جمعيت ګوند ځينو غړو برخه اخيستې وه.
ولسمشر اشرف غني څو ورځې مخکې د عطاء محمد نور استعفا ومنله او پر ځاى يې انجنير داوود د بلخ ولايت د نوي والي په توګه اعلان کړ، خو تر اوسه هغه په رسمي توګه نه دى معرفي شوى.
عطاء محمد نور او د جمعيت ګوند د ولسمشر ياده پرېکړه نه مني او نور تر دې مخکې په دوو غونډو کې ويلي چې د بلخ والي و، دى او په راتلونکي کې به هم وي.
هغه نن يادې غونډې ته يو ځل بيا وويل چې ټول واک يې د جمعيت ګوند ته ورکړى، که هغوى ورته ووايي چې دنده پرېږدي؛ نو همدا اوس يې پرېږدي، خو که ګوند ورته د دندې د ادامې اجازه ورکړه، نو د اوسني حکومت ترپايه به د بلخ والي وي.
نور يو ځل بيا وويل چې دوى د حکومت يوه برخه دي، يواځې والي نه دى، بلکې د حکومت په تقسيم کې يې د يو طرف په توګه ونډه اخيستې ده.
نوموړي ادعا وکړه چې نه د ولسمشر په امر ټاکل شوی او نه يې ولسمشر د لرې کولو توان لري.
خو هغه په ډاګه کړه، تيار دى چې د يوه تفاهم په پايله کې د بلخ له ولايته استعفا ورکړي، خو په وينا يې په زور يې څوک نه شي لرې کولی.
نور، يو ځل بيا ارګ او اجراييه رياست د ده پر وړاندې پر توطيو تورن کړ او ادعا يې وکړه چې له دغه کار سره ځينې کړۍ غواړي شمالي ولايتونه نا امنه کړي چې دی به ددې کار اجازه ور نه کړي.
نوموړي چې د ولايت مقام د غونډو په تالار کې يې خبرې کولې وويل،اوس هم د والي په توګه خپلې دندې ته ادامه ورکوي .
خو عطاء محمد نور دا هم وويل چې که ارګ ددوى په خوښه د بلخ لپاره نوى والي وټاکي، نو دى تيار دى چې ولايت ورته وسپاري.
هغه د بلخ ولايت له ټولو ملکي او نظامي چارواکو مننه وکړه چې په دې غونډه کې يې ورسره ګډون وکړ.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP