Language

د پکتيکا اوسېدونکو په ټاکنو کې د برخې نه اخيستو ګواښ وکړ

ښرنه (پژواک، ١٠ مرغومى ٩٦) : د پکتيکا ولايتي شورا، مدني ټولنې او قومي مشران نيوکه کوي چې د ټاکنو کمېسيون ددغه ولايت  د رايې ورکولو مرکزونه کم کړي دي.

دوى وايي، ددې ولايت نفوس زيات شوى ، کډوال ورته ډېر راستانه شوي، خو کمېسيون انډول په پام کې نه دى نيولى، ددې پر ځاى چې مرکزونه زيات کړي، کم کړي يې دي.

د ولايتي شورا غړي افسرخان سلېمان خېل د مرغومي په ١٠مه، په يوه خبري غونډه کې وويل چې پکتيکا د ډېری ولايتونو په پرتله زيات نفوس لري او اوسني اعلان شوي مرکزونه ورته بسنه نه کوي.

هغه زياته کړه، د تېرو ټاکنو پرمهال په دې ولايت کې د رايې  ورکولو ۲۶۶ مرکزونه جوړشوي وو، خو اوس دغه مرکزونه ۲۴۰ ته راټيټ شوي چې ددې ولايت دخلکو د رايې اچولو لپاره کم دي.

د ولايتي شورا بل غړي فضل الرحمن کټوازي هم نيوکه وکړه چې ددې ولايت مرکزونه کم شوي او د زياتولو غوښتنه يې وکړه.

د نوموړي په وينا، په دې ولايت کې واجد شرايط کسان په تېرو پنځو کلونو کې زيات شوي   خو کمېسيون مرکزونه کم کړي دي.

هغه وويل، پاتې مرکزونه هم په سم ډول په ولسواليو کې نه دي وېشل شوي او نه هم د ولسواليو ترمنځ په کې انډول په نظر کې نيول شوی.

د نوموړي په وينا، که دولت دې ستونزې ته پاملرنه ونه کړي نو ددې ولايت اوسېدونکي به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

قومي مشر معلم لطيف هم وايي چې د ټاکنو کمېسيون په خپل سر په دې ولايت کې د رايو مرکزونه  کم کړي چې دا کار به ښې پايلې ونه لري.

هغه وويل چې دټاکنو خپلواک کمېسيون دې په دې کار بيا غور وکړي او د خلکو ستونزې دې واوري.

مدني فعال عبيد الله بيا وايي چې مرکزونه په ولسواليو کې دومره لرې جوړ شوي چې خلک ورته د تګ توان نه لري.

هغه زياته کړه، د ټاکنو په ورځ به د مرکزونو د لرې والي او نا امنۍ له امله خلک رايې ونه شي  کارولى ، ښځې خو به بېخي له ټاکنو بې برخې شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.