Language

لوګر کې امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

پل علم (پژواک، ۱۲ مرغومی ٩٦): لوګر کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته کې درې د ملي اردو سرتېري او يو ملکي وګړى وژل شوي او يو بل ملکي وګړى ټپي دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي د مرغومي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا اته بجې وسله والو طالبانو د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د دهنو په سيمه کې د ملي اردو پر ګزمې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې درې د ملي اردو سرتېري او يو ملکي وګړی وژل شوي او يو ملکي وګړى ټپي دى.

د هغه په وينا، جګړې څه باندې يو ساعت دوام وکړ، خو اوس جګړه پاى ته رسېدلې او امنيتي ځواکونه په سيمه کې پر چاڼيزو عملياتو بوخت دي.

دغه راز د دهنو سيمې اوسېدونکي زاهدالله پژواک ته وويل: ((زه کور کې وم چې د ډزو غږ شو، له يو ساعت نه ډېر يې يو پر بل ډزې کولې.))

ده وويل چې په دې جګړه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دوه نور ټپيان دي خو د نورې مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، تېره ورځ په همدې ولسوالۍ کې د ماين چاودنې له امله پنځه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.