Language

د هلمند د ګرشک دوه نیم زره کورنیو خپل د برېښنا مزي پرې کړي

لښکرګاه (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۶): د هلمند په ګرشک ولسوالۍ کې شاوخوا دوه نيم زره کورنيو د برېښنا د کمزورۍ او نشتوالي له امله د خپلو کورونو د برېښنا مزي پرې کړي دي.

د ګرشک اوسېدونکي وايي چې له کلونو راهيسې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا توربينونو د نصب او ترميم ژمنې شوې، خو تر اوسه نه دي عملي شوي.

د دوى په وينا، سره له دې چې دغه ژمنې نه دي عملي شوې، زرګونه نورو کورنيو ته هم برېښنا ورکړل شوې چې له امله يې برېښنا کمزورې شوې او پرچاوي هم ډېره شوې ده.

د ګرشک یوه اوسېدونکي عبدالخالق د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ برېښنا دومره کمزورې شوې چې ان ګروپ هم سم نه شي روښانه کولی.

هغه وویل: ((زما په ګډون ډېرو خلکو خپل د برېښنا مزي قطع کړي، مېترونه يې بند کړي او له خپلو شخصي ماشینونو او سولرونو د رڼا او نورو اړتیاوو په پوره کولو کې ګټه اخلي.))

د ګرشک بل اوسېدونکي عزت الله هم ورته څرګندونې وکړې.

هغه پژواک ته وويل چې حکومت بايد هر څه ژر په دې ولسوالۍ کې د برېښنا توربينونه فعال کړي.

ده زياته کړه: ((یو خو په ډېر وخت کې نوبت نه رسېږي، کله چې نوبت هم ورسېږي، برېښنا ډېره کمزورې وي، ګروپ نه شي روښانه کولاى او موبايل نه شي چارجولای.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو خلکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويل يې چې د برېښنا د ستونزو له امله يې د خپلو کورونو د برېښنا مزي پرې کړي دي.

د اړوندې موضوع په اړه د ګرشک ولسوالۍ د برېښنا امر عبدالوکيل حميدي پژواک ته وويل چې د دې ولسوالۍ د برېښنا بند درې توربينونه ډېر پخواني دي او سم کار نه کوي.

هغه زياته کړه: ((هغه وخت چې دغه بند جوړ شوى، نو نفوس ته په کتو يې درې ميګاواټه برېښنا توليدوله، خو اوس نفوس هم ډېر شوى او فابريکې هم جوړې شوې خو اوس بيا يو اعشاريه څلور ميګاواټه برېښنا توليدوي چې بسنه نه کوي.))

ده وويل چې پنځه کاله وړاندې اسيايي بانک د دغه بند د ترميم او بيارغونې لپاره ٧٠ ميليونه ډالره ورکړي خو د نا امنيو له امله يې څو ځلې چارې وځنډېدې.

login or register a new account.