Language

عطامحمدنور : د اوسني حکومت واک له څو کسانو سره دی

مزارشريف (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۶): د بلخ ګوښه شوى والي عطامحمد نور وايي، تل يې هڅه کړې چې د افغانستان نظام صدارتي سيستم ولري.

ولسمشر محمد اشرف غني، څه باندې دوه اوونۍ وړاندې د عطامحمد نور استعفا ومنله او پر ځاى يې انجنير داوود د ياد ولايت لپاره د نوي والي په توګه معرفي کړ، خو نوموړي تر اوسه پورې په رسمي ډول کار نه دى پيل کړى. د ولسمشر ياده پرېکړه تر اوسه پورې د عطامحمد نور او جمعيت ګوند له لوري نه ده منل شوې.

نوموړي چې د مرغومي په ۱۴مه، له ماسپښين وروسته د بلخ ولايت مقام د جلسو په تالار کې د خپلو پلويانو يوې غونډې ته خبرې کولې، يو ځل بيا له تفاهم پرته د اوسني حکومت تر پايه پر خپل والي توب ټينګار وکړ.

هغه د تېر په څېر ګواښ وکړ، که چېرې يې پر وړاندې له زوره کار واخيستل شي، نو له خپل حق څخه به مشروع دفاع وکړي.

نوموړي وويل، د اوسني حکومت واک له څو کسانو سره دی.

ده زياته کړه: ((اوسنی حکومت واجب الاحترام غير مسوول دی، چې چاته د پوښتنې کولو حق هم نه ورکوي.))

د هغه په وينا، له همدې امله يې تل کوښښ کړی، چې قدرت بايد يو شخص سره نه وي او په افقي توګه تقسيم شوی وي.

نوموړي زياته کړه: ((همدا ده چې ما تل د صدارتي سيستم لپاره کوښښ کړی دی.))

هغه اوسنی حکومت د توطيو مرکز وباله او پرې يې د قومونو تر منځ د مخالفت پيدا کېدو تور ولګاوه.

عطامحمد نور له هغه مهاله چې د حکومت له خوا يې د ګوښه کېدو اعلاميه خپره شوې، د نه منلو تر څنګ يې په بلخ کې د مرکزي ادارې پر وړاندې د مخالفت غږ پورته کړی، چې هره ورځ د خپلو پلويانو يوې غونډې ته د ملي وحدت حکومت خلاف څرګندونې کوي.

دغه حالت له تېرو اتلسو ورځو روان دی، خو لا يې هم مرکزي ادارې پر وړاندې کوم ښکاره دريځ نه دی نيولی.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.