Language

غزني کې دوه سیمه ییز پولیس د انسان تښتونې په تور نیول شوي

غزني ښار (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): د غزني امنيتي چارواکي وايي چې دوه سيمه ييز پوليس يې د انسان تښتونې په تور نيولي دي.

د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد زمان د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د اب بند ولسوالۍ دوه سيمه ييز پوليس يې د انسان تښتونې په تور نيولي دي.

هغه وايي: ((دغو دوو کسانو د ګيلان ولسوالۍ يو اوسېدونکی چې دوکاندار و، د تېرې شنبې په ورځ تښتولى و او بيا يې په مقر ولسوالۍ کې په يو کور کې ساتلى و.))

د قوماندان د معلوماتو له مخې، پوليسو پر ياد کور عمليات ترسره کړل چې په ترڅ کې یې تښتول شوى کس وژغورل شو.

ده وويل چې له نيول شوو کسانو څخه پوښتنې روانې دي، دا به وروسته جوته شي چې دغه کس يې ولې تښتولى و.

تښتول شوي کس محمد عمر پژواک ته وويل چې د تېرې شنبې په ورځ تښتول شوى و.

ده زياته کړه: ((زه په دوکان کې وم، دوه کسه وسله وال راغلل، يو بيرون ودرېده او بل دننه راغی، ماته يې وويل چې ته وسيع الله يې، ما ورته ويل نه، زه عمر يم، ويل چې راځه لږ کار مو درسره دى، وروسته يې په زور موټرسايکل ته پورته کړم او سترګې هم راته وتړلې.))

ده وويل چې تېره ورځ پوليسو ژغورلى خو د تښتولو لامل يې تر اوسه څرګند شوى نه دى.

د يادونې ده، دوه ورځې وړاندې هم د غزني پوليسو، د شپږو پوليسو په ګډون اته تنه د غلا او ځورونو په تور نيولي وو.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.