Language

غزني کې ۱۱ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): په غزني کې د افغان امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د غزني د والي وياند محمدعارف نوري د مرغومي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له وړمې ورځې راهيسې بهرنيو او افغان امنيتي ځواکونو په غزني ښار او اندړو ولسوالۍ کې عمليات پيل کړي دي.

هغه وايي چې په دې عملياتو کې تر اوسه شپږ وسله وال طالبان وژل شوي او د دوو قوماندانانو په ګډون پنځه نور ټپيان شوي دي.

ده وويل چې د دې عملياتو په ترڅ کې شل کلي هم د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

دغه راز د غزني ښار اوسېدونکي نعيم الله پژواک ته وويل چې حکومت بايد د عملياتو د پيل په اړه له وړاندې خبر ورنه کړي.

هغه زياته کړه: ((يوه هفته مخکې حکومت د عملياتو د پيل اعلان کوي چې دغه کار سم نه دى ځکه طالبان ځانونه نورو سيمو ته رسوي.))

همدارنګه د اندړو ولسوالۍ د ناني سيمې اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل، کومې سيمې چې امنيتي ځواکونه له طالبانو څخه نيسي، بايد د ساتلو پلان يې هم ولري.

ده وويل: ((د کال له پيله تر اوسه څو ځلې زموږ په سيمه کې عمليات وشول خو چې امنيتي ځواکونه لاړ شي نو سيمه بېرته طالبان ونيسي چې دغه شان عمليات هېڅ نتيجه نه ورکوي، يواځې د پيسو ضايع کول او د سرتېرو وژل دي.))

خو طالبان بيا په غزني کې د مرګ ژوبلې خبره ردوي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په غزني کې امنيتي ځواکونو د روانو عملياتو په ترڅ کې هېڅ پرمختګ نه دى کړى او نه يې هم کومه سيمه نيولې ده.

ده وويل چې د غزني په جګړه کې تر اوسه طالبانو ته کومه مرګ ژوبله هم نه ده اوښتې.

د يادونې ده، د روان کال په اوږدو کې په غزني ښار او ځينو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو بريدونه ډېر شوي چې له امله يې يو شمېر ملکي کسانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.