فراه (پژواک، ۱۴ مرغومی ۹۶): د فراه ولايت اوسېدونکو په دغه ولايت کې د موټرو او موټرسايکلونو د غلا پر زياتېدو اندېښنه ښودلې او وايي چې په دې وروستيو کې د موټرو د غلا پېښې ډېرې شوې او امنيتي ځواکونه يې په مخنيوي کې پاتې راغلي دي.
د زيانمنو په وينا، په تېره يوه مياشت کې يوازې د فراه له ښاره د مبايل پلورلو يوه هټۍ او ۱۶موټر غلا شوي دي.
د فراه ښار د پنځمې ناحيې يو اوسېدونکی حاجي همايون چې ۲۰ ورځې وړاندې يې موټر غلان شوی وايي: “د ماښام لمانځه له ادا کولو وروسته مې له ملکي روغتون څخه ناروغ لېږداوه، د کور مخې ته مې پر وسلو سمبال او موټر سايکل سپرو غلو موټر راڅخه واخيست.”
د دغه زيانمن کس په وينا، غله درې کسان وو او له ټولو سره تومانچې او کلاشينکوفونه وو.
د هغه په وينا، څو ځلې د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې امريت ته ورغلم، خو تر اوسه مې د موټر درک نه دی معلوم او نه هم د پېښې په اړه کوم مشکوک کس نيول شوی دی.
که څه هم چې د فراه ولايت د مساحت له پلوه د هېواد له سترو ولايتونو څخه ګڼل کېږي خو د دغه ولايت ښار د شپږو ناحيو په درلودو سره د هېواد په کچه يو وړوکی ښار دی.
که څه هم چې په مرکزي ښار کې د بېلابېلو شته کشفي او امنيتي مرکزونو پر شتون سربېره، د پوليسو دوې حوزې او شپږ امنيتي ماموريتونه لري، خو د غلا پېښې ورځ په ورځ ډېرېږي.
د فراه ښار د درېيمې ناحيې اوسېدونکي شيخ احمد وايي چې دوې ورځې وړاندې شاوخوا يوولس بجې د خپل کور په دروازه کې ودرېدم، څو راوړې سودا کور ته ننباسم، خو څنګه چې راووتم موټر مې نه و.
هغه د فراه له امنيتي چارواکي وغوښتل چې په خپلو چارو کې جديت وښيي.
د فراه اوسېدونکى حاجي خان اقا هم يو له هغو کسانو دى چې دوې شپې وړاندې يې د مېرمن نازو څلورلارې پوليسو په دېرش مترۍ او د مخابراتو رياست په داخلي دروازه کې د مبايلونو پلورنځی غلو وهلی دی.
هغه د پژواک خبريال ته وويل چې د ماښام له لمانځه وروسته يې هټۍ پرانيستې وه چې غله ور ور ننوتل او سره له دې چې وراره يې په هټۍ کې و، پنځه سيټه مبايلونه يې ترې يووړل چې هر يوه پنځوس زره افغانۍ بيه درلوده.
د فراه ولايت مدني فعال محمد داوود حقيار هم د موټرو د غلاوو زياتوالي په اړه اندېښنه وښوده او ویې ويل چې امنيتي ځواکونه د کمزورۍ تر څنګ د وروستيو دا ډول پېښو په اړه اقدام نه کوي.
دغه مدني فعال زياته کړه چې په وروستيو څو ورځو کې فراه کې له پنځوسو تر سلو موټر او موټرسايکل د غلو له خوا د وسلو او پوليسو له امکاناتو په ګټه اخيستو غلام شوي دي.
نوموړي په دې اړه چې د فراه خلک له پوليسو د وسله والو غلو د نيولو په چاره کې ناهيلي شوي دي، له جنايي او کشفي ارګانونو غواړي چې د فراه د خلکو اندېښنې پاى ته ورسوي.
د فراه ولايت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير نجيب عمر له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې د خلکو او مدني فعالانو دا خبرې ردوي او وايي چې په يوه مياشت کې درې موټر له فراه ښار نه غلام شوي چې په خبره يې دوه يې د پوليسو د فعاليت په پايله کې بېرته ترلاسه شوي او مالکينو ته يې تسليم شوي دي.
نوموړى زياتوي چې د پوليسو پر وړاندې تر ټولو ستره ستونزه د موټرو جواز سير او نمبر پلېټ نشتوالى دى او که چېرې (وېشي) موټرو اسناد درلودى، اوس به پوليسو په دې اړه څه ستونزه نه لرله.
فراه د افغانستان په لوېديځ کې يو له هغه ولايتونو دى چې هره ورځ په کې سلګونه وېشي او ښي لاس بې اسناد موټر د هرات له اسلام کلا او نيمزوز ولايتونو څخه ورځي.