Language

کندوز کې د جګړو له امله د سلګونو ویجاړ شوو کورونو خلک له ستونزو سره مخ دي

کندوز (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٦): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د پرله پسې جګړو له امله شاوخوا پنځه سوه کورونه ويجاړ شوي چې اوسمهال يې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

د دې ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي وايي چې له درېيو کلونو وروسته وتوانېدل چې خپلو سيمو ته ورشي خو کورونه يې ټول ويجاړ شوي دي.

د امام صاحب ولسوالۍ د قرغز سيمې اوسېدونکي ٦٠ کلن محمد هاشم پژواک ته وويل چې دغه کلى د درېيو کلونو لپاره د طالبانو په لاس کې و او هېچا ته د ورتګ اجازه نه ورکول کېده.

د هغه په وينا، کوم عمليات چې شل ورځې وړاندې ترسره شول، په ترڅ کې يې شاوخوا پنځه سوه کورونه ويجاړ شوي دي.

محمد هاشم چې له خپل لمسې سره په ويجاړ شوي کور کې کار کاوه، زياته کړه: ((نو دولت بايد اوس له موږ سره کومک وکړي؛ ځکه زموږ هر څه له منځه تللي دي.))

د دې سيمې بل اوسېدونکي اسدالله پژواک ته وويل چې د هوايي بريدونو له امله يې خپل او د ورور کور ويجاړ شوی دی.

هغه زياته کړه: ((زموږ له انګړ نه يې سنګر جوړ کړى و، بيا الوتکه راغله زموږ کور يې بمبار کړ، موږ ته هېڅ هم نه دي پاتې، حيران يو چې چېرته کېنو.))

دغه راز د دې سيمې بل اوسېدونکي شېرمحمد پژواک ته وويل: ((موږ ډېر خوشحاله يو چې پس له درېيو کلونو خپل کلي ته راغلو، خو هېڅ هم نه دي پاتې، هر څه خراب شوي دي، نو له دولت نه  غواړو چې موږ سره هر څه ژر اړينې مرستې وکړي.))

خو د اړوندې موضوع په اړه د امام صاحب ولسوال محبوب الله سعيدي پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ د پرله پسې جکړو له امله شاوخوا سل کورونه ويجاړ شوي دي.

هغه وايي: ((موږ له پېښو سره د مبارزې ادارې څخه غواړو چې راشي او له دې خلکو سره عاجلې مرستې وکړي.))

د يادونې ده، شاوخوا شل ورځې وړاندې په امام صاحب ولسوالۍ کې عمليات پيل شول چې په ترڅ کې امنيتي ځواکونو يو شمېر کلي له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيول.

login or register a new account.