پل علم ( پژواک، ١٦مرغومی۹۶): په لوګر ولايت کې د ۱۹ ميليونه افغانيو په لګښت د يو حرفوي مرکز ودانۍ جوړه شوه او ١٠٠ تنه ترې فارغ شول.
ددې مرکز د پرانيستې او د فراغت په مراسمو کې د کار او ټولنيزو چارو وزير فيض الله ذکي ، د لوګر والي محمد حليم فدايي او نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
د لوګر د کار او ټولنيزوچارو رييس شاه محمد ولي زوی پژواک خبري اژانس ته وويل چې د حرفوي زده کړو د مرکز ودانۍ په پنځه جريبه ځمکه کې په دوو پوړونو کې په پاخه او اساسي توګه جوړه شوې ده.
هغه زياته کړه، په دې ودانۍ کې ١٦ خونې، د غونډو تالار او نور ملحقات جوړ شوي او چارې يې په يوه مياشت کې بشپړې شوې دي.
د نوموړي په وينا، دغه مرکز په پنځو برخو کې لکه خياطي، فلزکاري،د موټرو ترميم ، د ودانيو نلدواني او د ويرنکارۍ په برخو کې نارينه او ښځينه کسان روزي او په عصري وسايلو سمبال دى.
د کار ټولنيزو چارو ، شهيدانو او معلولينو وزير فيض الله ذکي ددې مرکز پر پرانيستل کېدو خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې په دې مرکز کې مسلکي کسان روزل کېږي.
هغه ژمنه وکړه چې دې مرکز سره به د نورو مرستو ترڅنګ ښه امکانات ورته برابر او شته ستونزې به يې هوارې کړي.
د لوګر والي په خپلو خبرو کې له حرفوي زده کړو څخه فارغو کسانو سره ژمنه وکړه چې د کار او دندې زمينه به هم ورته برابروي .
نوموړي له خلکو وغوښتل چې خپل اولادونه د حرفوي زده کړو لپاره دغه مرکز ته واستوي تر څو د يوه مسلکي کس په توګه په راتلونکي کې هېواد ته د خدمت جوګه شي .
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP