Language

سرتېري : امام صاحب کې د نامعلوم دليل له مخې د جګړې کولو اجازه نه راکول کيږي

کندوز(پژواک،١٧مرغومى٩٦): د کندوز په امام صاحب ولسوالۍ کې د جګړې د لومړۍ کرښې سرتېري وايي چې د نا معلوم دليل له مخې د جګړې کولو اجازه نه ورکول کيږي.

امام صاحب د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې څخه دى چې شاوخوا شل ورځې وړاندې په کې عمليات پيل شول او يو شمېر سيمې له وسله والو طالبانو څخه امنيتي ځواکونو ونيولې.

د همدې ولسوالۍ د قرغز په سيمه کې دويم څارن نجم الدين حکيمي د مرغومي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه سيمه د جګړې لومړى کرښه ده، خو د نا معلوم دليل له مخې دوى ته د جګړې اجازه نه ورکول کيږي.

حکيمي وايي: (( موږ قوماندې ته په تمه يو، چې موږ ته د جګړې قومانده وشي نو يو شمېر هغه سيمې به له طالبانو څخه ونيسو چې اوسمهال د هغوى په واک کې دي.))

د هغه په وينا، طالبان دوى ته ډېر نږدې پراته دي، که په دغه موسم کې يې له مخې پورته نه کړي، نو وروسته بيا ورته ستونزې جوړوي.

دغه راز په دې سيمه کې بل سرتېري محمد صابر هم پژواک ته وويل چې طالبان کمزوري شوي، امنيتي چارواکي بايد دوى ته د جګړې اجازه ورکړي.

ده زياته کړه: (( شل ورځې وړاندې موږ عمليات پيل کړل، قرغز سيمه مو له طالبانو څخه ونيوله، اوس په قرغز کې موږ يو، دا د جګړې لومړۍ کرښه ده، خو د نا معلوم دليل له مخې جګړه ولاړه ده.))

په دې سيمه کې يو شمېر نورو سرتېريو هم ورته څرګندونې وکړې او ټينګار يې کاوه چې د جګړې اجازه بايد ورکړل شي.

همدارنګه د قرغز سيمې اوسېدونکي حاجي ګل محمد پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ډېرې سيمې امنيتي ځواکونو نيولې دي.

هغه وايي: (( درې کاله دلته طالبان و، خو اوس ډېرې سيمې بېرته امنيتي ځواکونو نيولې دي.))

د ګل محمد په وينا، په تېرو جګړو کې د ملکي خلکو کورونه ويجاړ شوي او مرګ ژوبله هم ورته اوښتې ده.

ده ټينګار وکړ چې د پوځي عملياتو پرمهال بايد د ملکي خلکو ژوند ته ځانګړې پاملرنه وشي.

login or register a new account.