غزني ښار (پژواک، ١٩ مرغومى ٩٦): د غزني د قره باغ ولسوال وايي چې په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله والو له خوا شپې پاڼې خپرې شوې او په کې ګواښ شوى که څوک له طالبانو سره همکاري وکړي، وبه وژل شي.
د قره باغ ولسوال، صاحب خان د مرغومي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې داعش وسله والو تېره شپه په دې ولسوالۍ کې شپې پاڼې خپرې کړې دي.
د یادو شپې پاڼو يوه کاپي پژواک ته هم رسېدلې ده.
د دې پاڼې په سر کې د افغانستان داعش لیکل شوي او تر څنګ يې د داعش بيرغ هم تر سترګو کېږي.
په دې پاڼه کې له خلکو غوښتل شوي چې له طالبانو سره هېڅ ډول همکاري ونه کړي، که نه په مرموز ډول به ووژل شي او کور ته به يې اور واچول شي.
د پاڼې په بله برخه کې راغلي، که چېرې طالبان يو داعش ووژني، په مقابل کې به يې پنځه طالبان ووژل شي.
د قره باغ ولسوال وايي چې تر دې مخکې يواځې د زابل په خاک افغان ولسوالۍ کې داعش وسله وال ليدل شوي وو او په دې سيمو کې نه وو.
ده زياته کړه: ((خاک افغان له غزني سره سرحد لري، نو کېداى شي داعش له هغه ځايه قره باغ ولسوالۍ ته راغلي وي.))
ولسوال وايي چې دغه موضوع يې له امنيتي ارګانونو سره شريکه کړې ده، څو په اړه يې اقدام وکړي.
د قره باغ اوسېدونکي نورالرحمن پژواک ته وويل: ((داعش په ډېرو ځايونو کې شب نامې اچولې دي، له خلکو يې غوښتي چې د طالبانو ملاتړ ونه کړي او د دوى ملاتړ وکړي.))
ده له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه چې دغه ستونزه هواره کړي؛ ځکه خلک نه د داعش او نه هم د طالبانو د ظلمونو زور لري.
دغه راز د غزني ولايتي شورا غړي عبدالباري شيلګري هم پژواک ته وويل، دوى ته هم داسې راپورونه رسېدلي چې داعش وسله والو په قره باغ کې شپې پاڼې خپرې کړې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP