Language

چارواکي: کندوز کې د بهرنیانو په ګډون دوه زره طالبان فعالیت لري

کندوز ښار (پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د بهرنيانو په ګډون دوه زره طالبان فعاليت کوي خو طالبان بيا د دوى په ليکو کې د بهرنيانو شتون ردوي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحميد حميدي د مرغومي په ٢٠مه يوې خبري غونډه کې وويل چې په دغه ولايت کې څه باندې دوه زره وسله وال طالبان فعاليت کوي.

هغه وايي چې په دغو طالبانو کې سل يې د پاکستان، تاجکستان او ازبکستان اوسېدونکي دي.

د هغه په وينا، دغه معلومات يې د کشفي اطلاعاتو پر بنسټ ترلاسه کړي دي.

حميدي دا هم وويل چې په دې وروستيو کې افغان امنيتي ځواکونه له دفاعي حالاته تعرضي حالت ته اوښتي دي.

قوماندان زياته کړه چې د دغه ولايت په ځینو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي چې يو شمېر سيمې يې ترې نيولې دي.

خو د کندوز ښار یوه اوسېدونکي ٢٨ کلن حشمت پژواک ته وويل چې د وسله والو طالبانو شمېر ورځ تر بلې ډېريږي.

هغه زیاته  کړه: ((هغه سيمې چې د وسله والو طالبانو په لاس کې دي، هلته طالبان هره ورځ نوي ځوانان بې لارې کوي او خپلو ليکو ته يې جذبوي.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د طالبانو د دغه شان کړنو مخه ونيسي.

دغه راز د قلعه زال اوسېدونکي شېراغا هم وويل چې د طالبانو شمېر ورځ تر بلې مخ په ډېرو دى.

ده وويل چې حکومت بايد د کندوز په ټولو برخو کې پراخ عمليات ترسره کړي، څو د طالبانو د پرمختګ او فعاليتونو مخه ونيول شي.

بل لور ته د دې څرګندونو په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې د طالبانو په ليکو کې هېڅ بهرنى نشته، يواځې خپله افغانان دي چې جګړه کوي.

login or register a new account.