Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

 لښکرګاه (پژواک، ٢١ مرغومى ٩٦): د هلمند په ناوې ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو په یوه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

د ناوې ولسوالۍ امنيه قوماندان څارمن امان الله د مرغومي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د چهارقلفانو په سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې شپږ پوليس وژل شوي او دوه ملکي وګړي ټپيان دي.

دغه راز يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې پوسته هم د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې په دې پېښه کې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله وال طالبان هم دغه پېښه تاييدوي.

د دې ډلې وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په ناوې ولسوالۍ کې طالبانو يوه پوسته نيولې ده.

هغه وايي چې د پوستې د نيولو پر مهال اووه پوليس وژل شوي او وسلې يې د طالبانو لاسته ورغلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه په کندوز ولايت کې هم د طالبانو د بريد له امله پنځه پوليس وژل شوي دي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.