مزار شريف (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٦) : په شمال کې د شاهين قول اردو د دوى په قوماندانۍ کې د بلخ د نوي والي د معرفي کولو خبرونه رد کړل او دا يې د سرچوک اوازې وبللې.
ولسمشر اشرف غني څه موده مخکې د بلخ د پخواني والي عطاء محمد استعفا ومنله او انجنير داوود يې د هغه پر ځاى نوى والي وټاکه.
خو عطاء محمد نور د ولسمشر د پرېکړې له منلو انکار کړى او وايي چې څوک يې نه شي لرې کولى.
هغه په ډاګه کړې، که چېرې د جمعيت ګوند وغواړي؛ نو دى د خپلې دندې پرېښودو ته چمتو دى.
په دې وروستيو کې داسې اوازې خپرې شوې چې ګوندې د بلخ نوى والي انجنير داوود به د بلخ ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې د شاهين قول اردو په قوماندانۍ کې معرفي او هلته به په خپله دنده پيل وکړي.
دا اوازې هغه مهال قوي شوې، چې د وسله والو ځواکونو لوى درستيز، د کورنيو چارو وزارت امنيتي مرستيال او ځينو نورو امنيتي چارواکو شاهين قول اردو ته سفرونه وکړل.
خو د شاهين قول اردو وياند حسن ضيايي دا خبرونه رد کړل او دا يې تش د سرچوک اوازې وبللې.
هغه د مرغومي په ٢٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل،داسې هېڅ ډول پروګرام په نظر کې نه دى نيول شوى او نه هم حکومت په دې اړه کوم تصميم لري.
ضيايي شاهين قول اردو ته د لوى درستيز د سفر په اړه وويل چې دا له معمول سره سم سفر و او موخه يې د فارياب ولايت د امنيتي حالت ارزول و.
ده وويل،د لوى درستيز په ګډون له کابل څخه راغلو لوړپوړو امنيتي چارواکو له ځايي امنيتي مسوولينو سره تر کتنو وروسته بېرته کابل ته تللي دي.
د شاهين قول اردو وياند د بلخ ولايت امنيت ډاډمن وباله او ويې ويل چې هلته هېڅ ډول امنيتي ستونزه نشته.
هغه يو شمېر رسنۍ او د ټولنيزو شبکو کاروونکي ګرم وبلل چې په دې برخه کې ناسمې اوازې او راپورونه خپروي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP