ترينکوټ- ښرنه (پژواک، ۲۳ مرغومی ۹۶): چارواکي وايي چې د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د عملياتو پر مهال پوليسو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په دغه ولايت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ له غرمې وروسته د ترينکوټ اړوند په کوټوال سيمه کې د وسله والو طالبانو پر يوه پټنځای هوايي بريد وکړ.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې درې طالبان وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
د قيمتي د معلوماتو له مخې، په وژل شوو کې د طالبانو يو قوماندان هم شامل دى.
د يو بل خبر له مخې، په مرکز ترينکوټ کې نن سهار د ماين په يوه چاودنه کې درې پوليس ټپيان شوي دي.
د اروزګان د امنيې قومندانۍ مسوولين تر دې مهاله په دې اړه ناخبري ښيي، خو د ملکي روغتون يوه ډاکتر پژواک ته وويل چې دوى ته درې پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوي دي.
هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله. وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.
بلخوا د پکتيکا ولايت د ملي امنيت مسوولينو د مرکز ښرنې ښار کې د ملکي روغتون تر څنګ يو موټرسايکل بم کشف او شنډ کړى دى.
د امنيت ملي سرچينې وايي چې دغه موټرسايکل يې نن سهار نیولی او د یوې خونړۍ پېښې مخنیوی یې کړی دی.
login or register a new account.