غزني ښار (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د غزني والي تور پورې کوي چې وسله وال طالبان د دغه ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې د قومونو تر منځ جګړو ته لمن وهي خو طالبان بيا دغه څرګندونې ردوي.
د غزني والي عبدالکريم متين د مرغومي په ٢٣مه رسنيو ته وويل چې وسله وال طالبان د ګاونډيو هېوادونو په لمسون په دغه ولايت، په ځانګړې ډول په قره باغ ولسوالۍ کې قومي جګړو ته لمن وهي.
متين دغه څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې څو مياشتې وړاندې په ياده ولسوالۍ کې د ځمکې او اوبو پر سر د پښتنو او هزاره ګانو تر منځ جګړه وشوه چې بيا ډېر وخت وروسته د پښتنو له ډلې يو کس و وژل شو او پښتنو بيا وويل چې دغه وژنه هزاره ګانو کړې ده.
يادو پښتنو د دې پېښې په غبرګون کې وسله والو طالبانو ته عريضه وکړه او طالبانو بيا د هزارګانو له ډلې ١١ برمته کړي دي.
د غزني والي وايي: ((د طالبانو دغه ډول کړنې قومي شخړو او جګړو ته د لار هوارول دي چې دا ښه کار نه دى.))
متين زياتوي چې طالبانو په دې ولسوالۍ کې د نېختې سيمې لاره هم بنده کړې ده.
په دې سيمه کې هم هزاره ګان اوسېږي.
متين زياته کړه: ((دوه ورځې مخکې د يادې ولسوالۍ د شېراباد او نېختې سيمې اوسېدونکي ما ته راغلل او ويل یې چې د دوى شخړه حقوقي ده خو طالبان کوښښ کوي چې قومي رنګ ورکړي.))
خو د غزني ولايتي شورا غړي حسن رضا يوسفي بيا وايي چې حکومت بايد هر څه ژر د يادو سيمو د اوسېدونکي ستونزه هواره کړي.
هغه زياتوي: ((که چېرې مشکل حل نه شي، کېداى شي ډېرې خرابې پايلې ولري.))
د قره باغ يوه اوسېدونکي نورمحمد هم پژواک ته وويل چې د يادو قومونو تر منځ ستونزه تر اوسه نه ده حل شوې.
ده ټينګار کاوه چې ستونزه بايد هر څه ژر حل شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP