کندوز ښار (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٦): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يو پوليس او يو ملکي وګړى وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.
د کندوز د ملي امنيت رييس سيد اميرشاه سادات د مرغومي په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د امام صاحب ولسوالۍ په جوی بېګم سيمه کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې يو پوليس، يو ملکي وګړى او دوه طالبان وژل شوي او څلور پوليس او دوه طالبان ټپيان دي.
ده وويل چې مرستندوی امنيتي ځواکونه په وخت سره سيمې ته رسېدلي او د طالبانو بريد يې پر شا تمبولى دى.
دغه راز د دې ولسوالۍ د قرغز سيمې اوسېدونکي حبيب الله پژواک ته وويل چې تېره شپه د جوی بېګم په سيمه کې سخته جګړه شوې ده.
هغه وايي: ((سهار چې موږ خبر شوو، په دې جنګ کې اته کسه پوليس وژل شوي او اته نور زخميان دي.))
حبيب الله زیاتوي چې پر کورونو هم درنې مرمې لګېدلې چې له امله يې دوه تنه ټپيان شوي دي.
بل لور ته وسله وال طالبان هم دغه جګړه تاييدوي.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټرپاڼه کې ليکلي چې په دغه بريد کې ٢٢ سيمه ييز پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
امام صاحب د کندوز د نا امنو ولسواليو له ډلې ده چې ډېرى سيمې يې اوس هم د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي.
login or register a new account.