Language

په لوګر کې د ۳۰ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې

کابل (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٦): په لوګر کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له خوا د ۳۰ پروژو چارې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.

له دې وزارت څخه پژواک خبري اژانس ته په را لېږل شوې خبرپاڼه کې د لوګر د کليو د بيارغونې او پراختيا رييس انجنير عاشق الله اخلاص په حواله ليکلي چې په دغو پروژوکې د اوبو رسولو شبکې، سلګونه متره استنادي دېوال رغول، د څښاک د پاکو اوبو لسګونه څاګانې کېندل، د  کابو ۷ کيلومتره سړک اسفالت کول او د لسګونو کيلومتره سړک جغل اچونه شامل دي.

ده زياته کړې، دغه پروژې چې چارې يې سل په سلو کې بشپړې شوي او څه باندې ١٦٣ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، د ولايت په مرکز او ولسواليو کې پلې شوې دي.

د هغه د معلوماتو پربنسټ، په راتلونکو دوو يا درې اوونيو کې به په دغه ولايت کې د شپږو نورو پروژو چارې هم بشپړې شي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.