غزني ښار(پژواک،٢٥مرغومى٩٦): د غزني والي وايي چې تېرکال مالي په دغه ولايت کې ٧٥ سلنه پراختيايي بوديجه لګول شوې چې په ترڅ کې يې د ٩٧ پروژو چارې هم بشپړې شوې دي.
د غزني والي عبدالکريم متين د مرغومي په ٢٥مه يوې خبري غونډې ته وويل چې په تېر مالي کال کې ددې ولايت لپاره ١،٣ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه ورکړل شوې وه چې له دې پيسو څخه ٨٠٤ ميليونه يې لګول شوې دي.
ده زياته کړه: (( له ټولې اختصاص شوې بوديجي څخه د ٢٠٨ ميليون افغانيو اختيار له موږ سره و چې له هغې نه مو ٢٠٤ ميليونه افغانۍ مصرف کړې دي.))
متين وايي چې د پاتې نورو پيسو اختيار په کابل کې له حکومتي چارواکو سره و.
والي ټينګار وکړ چې د پروژو تړونونه بايد د مرکز پر ځاى په ولايت کې وشي، ځکه ولايتي چارواکي په ښه توګه کولى شي، لومړيتوبونه تشخيص کړي.
بل لورته د غزني اوسېدونکي بيا د پروژو پر کيفيت باندې نيوکې کوي.
د غزني ښار اوسېدونکي رحمت الله پژواک ته وويل چې په پروژو کې فساد کيږي، نو ځکه يې کيفيت ښه نه وي.
ده وويل چې د پروژو له چارو څخه بايد جدي څارنه وشي، ترڅو کار يې په کيفيت برابر وي.
هغه زياته کړه: (( د غزني بالاحصار، د اسلامې ثقافت مرکز او ولایتي روغتون چې څه موده وړاندې جوړ شول اوس له نيمايي زيات خراب شوي دي.))
د غزني د چارواکو د معلوماتو له مخې، دا مهال په دغه ولايت کې ٦٣ وړې او منځنۍ پروژې تر کار لاندې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP