ترينکوټ-غزني(پژواک،٢٥مرغومى٩٦): د اروزګان سيمه ييز چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په چنارتو ولسوالۍ ډله ييز بريدونه پيل کړي او په يوه بله پېښه کې دوه ملکي کسان په غزني کې وژل شوي دي.
د اروزګان ولایت د چنارتو ولسوالۍ امنیه قوماندان اختر محمد پژواک ته وويل چې وسله والو طالبانو له تېرو درېیو ورځو راهیسې ددې ولسوالۍ پر مرکز ډله يیز بریدونه پیل کړي او ډېر نږدې شوي دي.
هغه زياته کړه: (( که څه هم دلته تازه دمي سرتېري راغلي خو تر اوسه يې جګړه نه ده پيل کړې.))
اخترمحمد ټينګار وکړ چې د دې ولسوالۍ د امنيت ټينګښت لپاره بايد اړينه پاملرنه وشي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، ناپېژانده وسله والو په غزني کې دوه تنه حلال کړي دي.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري پژواک ته وويل چې د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي، خو په اړه يې پلټنې روانې دي.
هغه زياته کړه: (( دغه دوه کسان ناپېژانده کسانو د علي بابا په سيمه کې حلال کړي دي.))
د غزني د ولايتي روغتون مسوولين هم وايي چې له يادې پېښې څخه دوه تنه دوى ته ور وړل شوي دي.
د دې پېښې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP