Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په بلخ کې د اساسي قانون اوونۍ ونمانځل شوه

مزارشريف (پژواک، ۲۵ مرغومی ۹۶): په بلخ کې د اساسي قانون اوونۍ داسې مهال نمانځل کيږي چې د دې ولايت د مدنې ټولنې غړي ټينګار کوي چې قانون ته د درناوي په موخه بايد د عطامحمد نور او ارګ ترمنځ روان کړکيچ نور حل شي.

د مرغومي په ۲۵مه، د بلخ ولايت د اداري مجلس په تالار کې د دغه ولايت د دولتي ادارو چارواکو د اساسي قانون اونۍ ونمانځله.

د بلخ ولايت مقام مرستيال بشير توحيدي په ياده ناسته کې اساسي قانون د افغانستان ملي وثيقه وبلله او زياته يې کړه چې دغه قانون له ولسمشر څخه د هېواد تر عادي کس پورې پر هر چا د عملي کېدو وړ دی.

د هغه په وينا، که چېرې قانون عملي نه شي نو د بحران د رامنځ ته کېدو شونتيا ډېريږي.

دغه راز د بلخ د ولايتي شورا رييس ډاکټر محمد افضل حديد وويل چې د افغانستان اساسي قانون يوازې په کمزورو خلکو د عملي کېدو په حال کې دی.

نوموړي زياته کړه چې لا هم زورور خلک له قانون څخه ځانونه لوړ ګڼي.

د هغه په وينا، کله چې هم د قانون د عملي کېدو کومه بېلګه ګوري نو په کمزورو او بې کسه خلکو عملی شوی وي.

د بلخ مدني فعالان بيا وايي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د اساسي قانون د عملي کېدو له امله د بلخ خلک په وېره کې ژوند کوي.

مدني فعال احمد جاوېد پژواک ته وويل، له تېرې يوې مياشتې راهيسې د بلخ مخکينى والي د ارګ پر وړاندې ولاړ دی، چې کواګې د اوسني حکومت د توافقنامې له مخې ورسره ظلم شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې ارګ د دغه غږ پر وړاندې غلی دی او لا هم دا مسئله د اساسي قانون په رڼا کې د حکومت له خوا نه ده تفسير شوې، چې عطامحمد نور ملامت دی او که ارګ.

د هغه په وينا، نن په داسې ولايت کې د اساسي قانون اوونۍ ونمانځل شوه، چې اساسي قانون په کې له تېرې يوې مياشتې راهيسې تر پښو لاندې کيږي.

احمد جاوېد وويل، په نمانځنو نه، بلکې په عملي کېدو بايد د اساسي قانون درناوی وشي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.